Language

د غزني په تاریخي ساحو او کانونو کې نا قانونه کیندنې کېږي

غزني ښار (پژواک، ٧ غويی ٩٦): د غزني والي وايي چې په دې وروستيو کې د دغه ولايت په تاريخي سيمو او کانونو کې د نا مسوولو کسانو له لوري کيندنې پيل شوې دي.

دغه څرګندونې د غزني والي عبدالکريم متين د غويي په ٧مه د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وکړې.

هغه وويل چې په غزني ښار کې له تاريخي سيمو اغزن سیمونه تاو کړي خو کفايت نه کوي.

هغه زياته کړه: ((اغزن سيم مو تاو کړى خو ګوزاره پرې نه کېږي، ځيني کسان ورځي او کيندنې په کې کوي.))

دغه راز متن وويل چې په زنخان، قره باغ، واغظ او اندړو ولسواليو کې د يو شمېر نامسووله کسانو له لوري د کانونو کيندنې پيل شوې دي.

والي وايي چې د تاريخي سيمو او کانونو د غير قانوني کيندنې د مخنيوي په موخه يې د کورنيو چارو او اطلاعات او کلتور وزارتونو سره خبرې کړې دي.

هغه زياته کړه: ((له ما سره يې وعده کړې چې د دې کار د مخنيوي لپاره به جدي اقدام کوي.))

دغه راز د اړوندې موضوع په اړه د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل پژواک ته وويل چې د کورنيو چارو له وزارت څخه يې غوښتنه کړې چې په دغه ولایت کې د کانونو او تاريخي سيمو د ساتنې په موخه د صفر يو قطعه فعاله کړي.

هغه وايي: ((وزارت دغه قطعه په نورو ولايتونو کې هم د همدغه کار لپاره فعاله کړې ده، بايد غزني کې يې هم فعاله کړي.))

امرخېل وايي چې د پوليسو د تشکيل له کموالي سره مخ دى او نه شي کولاى چې د تاريخي سيمو او کانونو د ساتنې په موخه هم پوليس استخدام کړي.

خو امرخېل دا هم وويل، هڅه کوي په هغو سيمو کې چې د حکومت کنټرول دى څوک خپلسرو کيندنو ته پرې نه ږدي.

د غزني ښار اوسېدونکي شمس الله پژواک وويل چې په غزني يو شمېر بهرني کسان هم د کانونو د کيندنې پر مهال ليدل شوي دي.

login or register a new account.