ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ښوونکي: که دولت د ځمکې نومرې را نه کړي  زده کوونکو ته تدريس نه کوو

ښوونکي: که دولت د ځمکې نومرې را نه کړي زده کوونکو ته تدريس نه کوو

author avatar
30 Apr 2017 - 18:31
ښوونکي: که دولت د ځمکې نومرې را نه کړي  زده کوونکو ته تدريس نه کوو
author avatar
30 Apr 2017 - 18:31

خوست ښار (پژواک، ١٠ غويى ٩٦): د خوست د يو شمېر ښوونځيو ښوونکي وايي، که دولت ورته د استوګنې نومرې ورنه کړي، زده کوونکو ته نور تدريس نه کوي.

دغه ښوونکي چې د خوست مرکز په ګډون د باک، صبريو، ځاځي ميدان، عليشېر، قلندر او موسی خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي دي، نن يې د يوه خبري کنفرانس په ترڅ کې په دولت نيوکه وکړه چې دوی ته خپل حقوق نه ورکوي.

هغوی ويل، له نن څخه څه باندې يوه لسيزه وړاندې دولت له دوی سره ژمنه کړې وه چې هغو ښوونکو ته به د استوګنې يوه يوه نومره ځمکه ورکوي کوم چې سرپناه نه لري، خو په وينا يې دولت تراوسه دا ژمنه نه ده عملي کړې.

د رييس حسن په نوم د عليشېرو ولسوالۍ يو تن ښوونکي کنفرانس ته په خبرو کې وويل، څو څو ځله يې دغه ستونزه د ولايتي ادارې ترڅنګ پلازمېنه کابل کې له لوړپوړو چارواکو سره شريکه کړې، خو هيچا پرې غوږ نه دی ګرولی.

هغه د ګواښ په ډول وويل، که د دوی غوښتنې د يوې اوونۍ په دننه کې ونه منل شي او مثبت ځواب ترلاسه نه کړي، نور ښوونځيو ته به د تدريس لپاره لاړ نه شي.

دی وايي: ((که چېرې د ثور۱۶ تاريخ پورې موږ ته خپل حقه حقوق رانه کړل شول موږ خپلو دندو ته حاضر نه يو، که څه پېښ شول مسووليت به يې د هغه چا پر غاړه وي چې د ښوونکي حقوق يې غصب کړي دي.))

د صبريو ولسواليو يو تن ښوونکي رحمن ګل کنفرانس ته وويل، په صبريو ولسوالۍ کې ډېر داسې ښوونکي موجود دي چې له سرپناه بې برخې دي او دا مهال په کرايي کورونو کې اوسيږي.

هغه وايي، که دولت دغې ستونزې ته د حل لار پيدا نه کړي، نو ډېر زيان يې زده کونکو ته رسيږي.

دی زياتوي:((د ښوونکو غم هيچا نه دی خوړلی، دغو چارواکو دغه ښوونکي مجبور کړي چې وايي نور ښوونځيو ته نه ځو، زموږ زړه نه وينې ځي چې زموږ اولاد بې تعليمه کيږي، خو دا چارواکي موږ مجبوروي.))

په همدې حال کې د خوست د ولايتي شورا رييس مجيب الرحمن سليم زوی هم له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل، مرکزي دولت بايد ژر تر ژره د ښوونکو دغه ستونزه حل کړي.

هغه همدا ډول وويل، د ښوونځيو تړل د ستونزې حل نه دی او له ښوونکو يې وغوښتل چې زده کوونکو ته پر وخت تدريس وکړي.

هغه وايي: ((اعتصاب د حل لار نه ده ښوونکي بايد حوصله وکړي موږ د دوی په څنګ کې يو او د دوی د حقه حقوقو نه به دفاع کوو، انشاالله د دوی غوښتنې به موږ ولايتي ادارې او مرکزي دولت سره شريکوو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.