ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست ولايتي شورا والي پر فساد او غصب تورن کړ

د خوست ولايتي شورا والي پر فساد او غصب تورن کړ

author avatar
3 May 2017 - 17:04
د خوست ولايتي شورا والي پر فساد او غصب تورن کړ
author avatar
3 May 2017 - 17:04

خوست ښار (پژواک، ١٣ غويى ٩٦) : د خوست د ولايتي شورا ځينو غړو د دغه ولايت والي   په اداري فساد، د قومونو ترمنځ شخړو ته په لمن وهلو او د دولتي ځمکو لپاره د غصب زمينې برابرولو تورن کړ.

خو د خوست والي دا  څرګندونې  ردوي او بې بنسټه يې بولي.

ددې شورا يو شمېر غړو چې تېره ورځ ناوخته يې يوه خبري کنفرانس ته خبرې کولې، حکم خان حبيبي تورن کړ  چې د ده د بې کفايتۍ او شخصي ګټو ته د ترجيح  ورکولو له امله د ولايت مديريت اخري کچې ته رسيدلی دی.

د خوست د ولايتي شورا مشر مجيب الرحمن سليم زوی ځدراڼ خبريالانو ته وويل، والي پرته له دې چې له ولايتي شورا او يا ولسي مشرانو سره مشورې وکړي، په خپل سر فعاليتونه ترسره کوي.

هغه زياته کړه: ((موږ پر مرکزي ادارې غږ کوو چې حکم خان حبيبي نور موږ ته د والي په توګه د منلو نه دی. هر څومره ژر چې کېږي والي حکم خان حبيبي دې له دندې لرې او کابل ته ور وغواړي.))

د ځدراڼ په وينا، د عامې روغتيا رياست په ښار کې قانوني اسنادو لرونکي درملتونونه او معاينه خانې تړلي، خو سره له دې چې والي حبيبي پوهېږي چې دا يې ناقانونه کار کړی، بيا هم د عامې روغتيا له رياست څخه دفاع کوي.

د ولايتي شورا يو بل غړي کفيل ريحان يادې خبري ناستې ته په خبرو کې والي تورن کړ چې د قومونو او قبيلو ترمنځ د ځمکو د ملکيت پر سر لانجو ته زمينه برابروي.

هغه وويل، دا مهال په خوست ولايت کې د ۳۶ قبيلو ترمنځ د ځمکو د ملکيت پر لانجې او کله ناکله وسله والې شخړې کېږي، خو زياتوي چې والي ددغو لانجو د هواري لپاره هيڅ ډول ګام نه دی اخيستی.

ريحان وايي:(( دلته داسې څوک په رهبرۍ کې موجود دی، چې د يوې ولسوالۍ د مديريت وړتيا هم نه لري. که د ده رهبري دوام وکړي، خوست به په ډېر لنډ وخت کې سقوط وکړي.))

ده همدارنګه وويل،د ښار اړوند ځينې دولتي ځمکې يې يو شمېر کسانو ته په اوږدمهاله قرارداد ورکړي دي، چې په دې سره يې د دغو ځمکو د غصب لپاره پوره زمينه برابره کړې ده.

ده زياته کړه: ((له موږ سره اسناد شته چې ځمکې يې له ۳۰ کلونو نيولې بيا تر ۹۹ کلونو پورې په قرارداد ورکړې دي. د اسنادو له مخې په دې ټولو قراردادونو کې والي حبيبي خپله ونډه لري.))

کفيل ريحان دغه راز وويل، د ښار دننه او شاوخوا ځينې ځمکې چې په ماسټر پلان کې د شنو ساحو په نوم دي، د اوږدمهاله قرارداد په ترڅ کې پرې ودانۍ او هوټلونه جوړ شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.