Language

چارواکي: د غزني ښار ځيني سوداګر طالبانو ته پيسې ورکوي

غزني ښار (پژواک، ١٦ غويى ٩٦): د غزني چارواکي وايي چې د دغه ولايت ځيني سوداګر او قومي مشران طالبانو ته د عُشر په نامه پيسې ټولوي چې طالبان بيا پر دې پيسو وسلې اخلي او پر امنيتي ځواکونو باندې بريدونه کوي.

د غزني والي عبدالکريم متين وايي، په دغه ولايت کې داسې کسان هم شته چې د ورځې دلته ښار کې اوسېږي، خو د شپې له وسله والو طالبانو سره وي.

هغه، چې پرون ناوخته يۍ په ولايت مقام کې يوې غونډې ته وينا کوله، زياته کړه، کومې پيسې چې دوى طالبانو ته ورکوي،  دا نه عُشر دی، نه زکات، وسله وال طالبان پر دې پيسو ماينونه او وسلې اخلي او بيا پرې خلک وژني.

د والي په وينا، کومې پيسې چې طالبانو ته وړل کېږي، همدغسې پسې روغتون او ښوونځيو لپاره ورکړئ، طالب خو سړک يا پول نه جوړوي، هغوى خو د تخريب کارونه کوي.

متين زياته کړه: ((دوکان داري او سوداګري په ښار کې کوي، خو عشر يې بيا په ولسواليو کې طالبانو ته وړي، داسې نه کېږي، بايد يوه خوا ونيسئ.))

د غزني والي وويل، دغه کسان په ټولو جرمونو او ګناهونو کې له وسله والو طالبانو سره شريک دي.

د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل وايي، کوم څوک چې له طالبانو سره مرستې کوي، يا دې خپل کاروبارونه له ښاره وباسي او يا دې له کاره لاس واخلي.

هغه زياته کړه، نور د دولت حوصله دغو خلکو ته ختمه شوې ده او له دې وروسته به ټول هغه کسان ونيسي چې طالبانو ته پيسې ورکوي.

نوموړى وايي: ((يو شمېر کسان مې نيولي وو،  سپین ږيري راغلل نومونه يې نه اخلم په ضمانت مې خوشې کړي دي، خو دا ځل واسطه نه منم، ما ته تر دښمن همدغه کس بد دى چې ځان په دولت ساتي خو پيسې هلته ورکوي.))

امرخېل زياتوي چې دا ټول خلک پېژني، پر دې هم پوهېـږي چې څه وخت طالبانو ته ورځي او چېرته ورته د عُشر په نامه پيسې سپاري.

هغه وايي: ((داسې کسان شته چې طالبانو ته سپکې او درنې وسلې، پيکا راکټونه اخلي او د هغوى ټپيان ښار ته د درملنې لپاره راوړي. که چېرې دوى دغه کار ته ادامه ورکړي، نو ټول دوکانونه او مارکېټونه به يې وتړم.))

په غزني کې د صرافانو مشر سيد احمد احمدزی وايي، سوداګر او نور هټۍ وال د دې پر ځاى چې خپلې پيسې نورو ته ورکړي، بايد له عامو خلکو سره مرسته وکړي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.