ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست ښوونکو خپل اعتصاب پای ته ورساوو

د خوست ښوونکو خپل اعتصاب پای ته ورساوو

author avatar
8 May 2017 - 14:19
د خوست ښوونکو خپل اعتصاب پای ته ورساوو
author avatar
8 May 2017 - 14:19

خوست ښار (پژواک، ١٨ غويى ٩٦): د خوست د څلورو ولسواليو او د مرکز زرګونو ښوونکو تر درېيو ورځو پورې لسګونه زره زده کوونکي له زده کړو بې برخې کولو وروسته خپل اعتصاب پاى ته ورساوو.

د دغو ښوونکو يوه استازي رييس حسن د غويي په ١٨مه پژواک اژانس ته وويل چې دولت ورته د يادې ستونزې د هواري لپاره دوه مياشتې وخت اخيستى دى چې له همدې امله دوى نن خپل اعتصاب پاى ته ورساوو او سبا ته به د ښوونځي دروازې پرانيزي.

هغه زياته کړه چې له ژمنې سره سم به دولت دوى ته ځمکه تثبيتوي او په ياده موده کې به د دې ځمکو نور قانوني مراحل طي کوي.

رييس حسن ګواښ وکړ، که چېرې په ياده موده کې يې ستونزې هوارې نه شوې؛ نو دوى به بيا بله نوې پرېکړه کوي او خپلو اعتصابونو ته به ادامه ورکوي.

د خوست د پوهنې رييس بخت نور بختيار پژواک اژانس ته ومنله چې ښوونکو ورسره تر خبرو اترو وروسته د هغوى اعتصاب پاى ته رسولى دى.

هغه زياته کړې چې د روان لمريز کال د زمري د مياشتې تر ١٥مې پورې يې له ښوونکو څخه وخت اخيستى او ورسره يې ژمنه کړې چې د ځمکو د نومرو ستونزه به يې هواروي.

د نوموړي په وينا، دوى له پوهنې وزارت او نورو اړوندو ارګانونو سره خبرې کړې او هيله يې څرګنده کړه چې دا ستونزه به ژر هواره شي.

د ښوونکو په ياد اعتصاب کې د خوست د مرکز په ګډون څلور ولسوالۍ، باک، صبريو او يعقوبي، تريزايي او ځاځي ميدان شاملې وې.

د ښوونکو استازى رييس حسن وايي چې په ۱۳۸۶ لمريز کال کې پخواني ولسمشر حامد کرزي د يوه فرمان له مخې پوهنې وزارت ته دنده سپارلې وه چې ټولو مستحقو ښوونکو ته د استوګنې لپاره يوه يوه نومره ځمکه ورکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.