Language

د سوېلي زون دیني عالمانو په هېواد کې روانه جګړه ناروا وګڼله

کندهار (پژواک، ۱۸ غويی ۹۶): د سوېلي زون دیني عالمانو او قومي مشرانو په هېواد کې روانه جګړه ناروا وبلله او پر وسله والو طالبانو یې غږ وکړ چې له حکومت سره دې سوله وکړي.

دغه غونډه د کندهار ښار په یوه خصوصي سالون کې جوړه شوې وه چې د کندهار، هلمند، اروزګان او زابل سلګونو دیني عالمانو او قومي مشرانو په کې ګډون کړی و.

غونډې ته د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق هم راغلی و، هغه هم پر طالبانو غږ وکړ چې د سولې لار خپله کړي او په خپل هېواد کې سوله ییز ژوند وکړي.

هغه زیاته کړه، د هر ډول ستونزو د حل یوازينۍ لار خبرې اترې دي.

د ده په خبره، دا چې وسله وال طالبان د همدې خاورې اوسېدونکي دي هغوی ته د سولې بلنه ورکوي، که هغوی هر څومره جرمونه کړي وي، خو چې وسلې کښېږدي نو څوک به ورسره غرض و نه کړي.

دی وايي، جګړه د حل لار نه ده دا د دیني عالمانو مسوولیت دی چې منځګړيتوب وکړي او وسله وال طالبان د سولې خبرو ته کېنوي.

دیني عالمانو هم روانه جګړه پردۍ او ناروا وګڼله او له وسله والو طالبانو یې وغوښتل چې سوله وکړي.

د کندهار یو دیني عالم مولوي عبیدالله وویل، افغان حکومت د سولې لپاره غېږه پرانېستې او وسله وال طالبان کولی شي له کومې وېرې پرته د سولې له پروسې سره یو ځای شي.

هغه زیاته کړه، افغانان به کله دا پردۍ او تحمیلي جګړه پر مخ وړي چې قربانیان یې یوازې افغانان دي.

د هلمند، اروزګان او زابل دیني عالمانو هم ویناوې وکړې او ویې ویل چې جګړه ډېره وشوه، خو له تباهۍ پرته بله هېڅ لاسته راوړنه نه لري.

دوی وویل، وسله وال طالبان باید د خپل هېواد او خلکو پر وړاندې مسوولانه چلند وکړي او روانه جګړه پای ته ورسوي.

د یادونې ده چې په کندهار کې تر دې وړاندې هم په ورته توګه غونډې جوړې شوي چې له وسله والو یې د سولې غوښتنه کړې ده.

login or register a new account.