غزنى ښار(پژواک، ١٩ غويى ٩٦) :په غزني ولايت کې د یوه ښوونځي لسګونه زده کوونکې نجونې مسمومې شوې دي.
د غزني ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وايي، په غزني ښار کې د ولیعصر په نوم د ښوونځي تر پنځوسو پورې نجونې مسمومې شوې دي.
د غزني د پوهنې ريیس محمد عابد عابد پژواک خبرى آژانس ته وویل: ((د لومړیو معلوماتو له مخې، په ښار کې دننه په دغه ښوونځي کې د اوبو د څښلو له امله دغه نجونې مسمومې شوې دي چې شمیر یې تر پنځوسو پورې رسیږي. ))
عابد که څه هم دا په تېرو پنځو کلونو کې لومړۍ پېښه ګڼي، خو زیاته یې کړه چې تر وخته مخکې به وي چې ووایي دا کار چا او ولې یې ترسره کړی دی.
دغزني ولایتي روغتون نوکریوال داکتر نورالله وایی چی ددى نجونې روغتیایې حالت ښه ده.
دغزني امنیه قوماندانۍ ویاند فهیم امرخیل پژواک ته وويل ،کله چې نجونو د بمبې اوبه څښلي دې مسمومي شوي دې.
امرخیل زياته کړه چې چې ددې پيښې په اړه څيړنې پيل شوې دي خوتراوسه څوک ندي نیول شوي
یاده دې وي چې د هیواد په ځینو سیمو کې وخت ناوخته دا ډول پېښې رامنځ ته شوې دي.
login or register a new account.