ښرنه (پژواک، ٢٧ غويی ٩٦): د پژواک خبري اژانس د راپور تر خپرېدو وروسته د کورنيو چارو وزارت وايي چې په پکتيکا کې له دندې ګوښه کړاى شوی پوليس به بېرته د سيمه ييزو پوليسو په ليکو کې وګومارل شي.
پرون پژواک خبري اژانس په پکتيکا کې د ملي پوليسو له ليکو د يو ګوښه کړاى شوي پوليس د ژوند په اړه يو راپور خپور کړى وو.
دغه پوليس سرتېرى ٣٥ کلن سراج الدين دى چې د پکتيکا د خيرکوټ ولسوالۍ د سيګاني سيمې اصلي اوسېدونکى دى.
هغه ويلي وو: ((ما او وروڼو مې څو کاله مخکې په داسې حالاتو کې په پوليسو کې وظيفه واخيسته چې هېچا هم دغه کار ته زړه نه ښه کاوه.))
هغه دا هم ويلي وو چې: ((په همدې لاره کې مې اخر دوه وروڼه شهيدان شول، زه هم دوه ځلې زخمي شوم، اوس مې د وروڼو ښځې او بچيان ما ته پاتې دي او اقتصاد مو هم ډېر ضعيف دى.))
د هغه د معلوماتو له مخې، د کورنۍ يوازېنى ډوډۍ پيدا کوونکى همدى دى چې د ١٨ کسانو سرپرستي کوي.
د سراج الدين په وينا، څه موده وړاندې یې طالبانو په دې تور کور وسوځاوه چې د پوليسو په ليکو کې دنده ترسره کوي.
هغه زياته کړې وه که حکومتي چارواکي يې بېرته په دنده کې جذب نه کړي، نو دى به له خپلې کورنۍ سره سوال کولو ته اړ شي.
سراج الدين نن (د غويي ٢٧مه) له پژواک څخه مننه وکړه چې د هغه د ستونزې په پورته کولو کې يې ورسره مرسته کړې ده.
ده وويل: ((ما سره تر اوسه حکومتي چارواکو چا تماس نه دى نيولى خو له پژواک نه غواړم چې دا موضوع راسره تعقيب کړي، څو بېرته وظيفه واخلم.))
ده ټينګار وکړ چې د سيمه ييزو پوليسو پر ځاى بايد بېرته د ملي پوليسو ليکو کې وګومارل شي؛ ځکه ژوند يې له ګواښ سره مخ دى.
په دې اړه د خيرکوټ ولسوالۍ امنيه قوماندان محمدالرحمن اياز پژواک ته وويل: ((هڅه کوو چې سراج الدين بېرته په ملي پوليسو کې جذب کړو خو عمر يې ډېر دى، فکر نه کوم چې هلته دې جذب شي.))
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP