تالقان (پژواک، ٨ غبرګولى ٩٦): حکومتي چارواکي وايي چې د تخار والي محمد ياسين ضياء له خپلې دندې استعفا کړې ده.
د تخار د والي وياند سنت الله تيمور د غبرګولي په اتمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت والي محمد ياسين ضياء خپله استعفا د سيمه ييزو ارګانونو ادارې له لارې ولسمشر ته وړاندې کړې ده.
هغه د والي د استعفا د دلايلو په اړه له څه ويلو ډډه وکړه خو زياته یې کړه چې ولسمشر يې تر اوسه استعفا نه ده منظور کړې.
دغه راز د سيمه ييزو ارګانونو ادارې وياندې منيرې يوسف زاده هم پژواک ته وويل چې ياسين ضياء له خپلې دندې استعفا کړې ده.
هغې وويل: ((د استعفا دليل يې شخصي ستونزې ښودلې دي.))
دې وويل چې د ضياء استعفاپاڼه پرون دوى ته رسېدلې ده او دوى ولسمشر ته استولې ده.
هغې زياته کړه چې ولسمشر تر اوسه د ضياء استعفى نه ده منظوره کړې.
ډاکتر محمد ياسين ضياء څه باندې دوه کاله مخکې د تخار د والي په توګه وټاکل شو.
ضيا تر دې وړاندې د ملي امنيت د مرستيال په توګه دنده ترسره کړې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن