Language

پکتیکا کې له طالبانو ایرانۍ وسلې نیول شوې دي

ښرنه (پژواک، ٨ غبرګولى ٩٦): د پکتيکا په سروبي ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو له طالبانو څخه د ايران جوړې وسلې نيولې دي.

د سروبي ولسوالۍ امنيه قوماندان محمد ايوب تندر د غبرګولي په اتمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې څو ورځې وړاندې په سروبي ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه وشوه.

هغه وايي چې په دې جګړه کې امنيتي ځواکونو يو شمېر وسلې او څلور طالبان ژوندي نيولي دي.

د هغه په وينا، په دې وسلو کې ډېرې يې د ايران جوړې دي چې له طالبانو څخه نيول شوې دي.

د تندر معلوماتو له مخې، په دې وسلو کې راکټ، کلاشينکوف او يو شمېر نور چاودېدونکي توکي شامل دي.

تندر وايي: ((زه هر ډول وسله پيژنم، خو داسې وسلې د اول ځل لپاره ګورم، په دې وسلو له ورايه د ايران ټاپي ښکاري.))

د سروبي ولسوالۍ امنيتي چارواکو دغه وسلې خبريالانو ته هم وښودې.

دغه راز د سروبي ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان درياخان خروټي هم پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ له طالبانو څخه ايران جوړې وسلې نيول شوې دي.

هغه دا هم وويل چې طالبانو په دې او برمل ولسواليو کې مرکزونه جوړ کړي خو دوى يې پر وړاندې کلک مقاومت کوي.

دغه راز د پکتيکا د شکين ولسوالۍ اوسېدونکي امان خروټي پژواک ته وويل چې په شکين، برمل او ګومل ولسواليو کې له طالبانو سره بهرني کسان هم ليدل شوي دي.

هغه زياته کړه: ((کله چې بهرني کسان له طالبانو سره ګرځي نو حتمن به بهرنۍ وسله هم ورسره وي.))

دا لومړى ځل نه دى چې په پکتيکا کې د ايران جوړې وسلې ترلاسه کېږي تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو برخو کې د افغان دولت له وسله والو مخالفينو څخه د ايران ساخت وسلې ترلاسه شوې دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.