ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې د ای خانم بندر د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دی

author avatar
30 May 2017 - 16:35
author avatar
30 May 2017 - 16:35

تالقان (پژواک، ٩ غبرګولى ٩٦): د تخار سیمه ییز چارواکي وایي، په دشت کلا ولسوالۍ کې د ای خانم بندر په امو سیند کې د اوبو د ډېروالي له امله د ويجاړېدو له ګواښ سره مخ دى.

د دشت کلا ولسوال عبدالقیوم قانع د غبرګولي په نهمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د امو سیند اوبه دغه بندر ته نږدې ټولې ځمکې وړې دي او اوس د بندر د تاسیساتو دوه مترۍ ته رسېدلې دي.

دى زياتوي: "د ای خانم بندر صفري نقطې ته اوبه ور نږدې شوې دي، په سلګونه جریبه ځمکه یې وړې ده، که مخه یې ونه نیول شي، د ای خانم بندر د کښتۍ سټېشن، د موټرو او کښتیو تمځای او ډېر شمېر ودانۍ به له منځه لاړې شي. "

په دشت کلا ولسوالۍ کې د ای خانم بندر د امو سیند پر غاړه د افغانستان او تاجکستان تر منځ یواځېنۍ سيمه ده چې د داړو هېوادونو سوداګریزې راکړه ورکړه پرې ترسره کېږي.

ولسوال وایي، د تاجکستان لوري د عرب کاکل او کهنه کاکل په سیمو اوبه مهار کړې دي، نو ځکه اوبو افغانستان ته مخه کړې ده.

د هغه په خبره، په دې سیمه کې د امو سيند د دشت کلا- خواجه بهاءالدین لویه لار هم له ګواښ سره مخ کړې ده.

د اړوندې موضوع په اړه د تخار د ګمرک اداري مدير رحیم الله پوپل پژواک ته وويل چې د ياد سيند د مهارولو لپاره يې ماليې وزارت، د ولايت مقام او نورو اړوندو ادارو ته خبر ورکړى دى.

هغه اندېښنه وښوده، که چېرې دغه تاسیسات ړنګ شي، نو دغه بندر ته به شاوخوا لس ميلیونه ډالر زیان واوړي.

نوموړی وایي: "موږ خپل مسوولیت ترسره کړی، خو څوک زموږ غږ نه اوري، بې غوري کېږي. خدای مه کړه چې دغه تاسیسات ړنګ شي، جبران به یې د حکومت له توانه نه وي."

دغه راز د تخار د کلیو او پراختیا رییس رازمحمد فیض پژواک ته وويل چې د امو سيند د غاړو تحکيمول امکاناتو او کافي وخت ته اړتيا لري.

هغه د بېلګې په توګه وويل، په ينګي کلا ولسوالۍ کې د امو سيند شپږ کيلومتره غاړې په ١٢،٥  ميليونه ډالره تحکيم کړى دى.

دى زياتوي: "د امو سیند د غاړې په کلکولو ډېرې پیسې لګېږي، په ګبیونو باندې یې چاره نه کېږي، دا باید سروې شي او بیا بودیجه ورته پیدا شي، چې په بنسټیز ډول کلک شي."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.