غزني ښار (پژواک، ١٠ غبرګولى ٩٦): په غزني کې قومي مشرانو او ديني عالمانو د دغه ولايت له خلکو غوښتنه وکړه چې د امنيت په ټينګښت کې دې له حکومت سره همکاري وکړي.
په دې اړه په غزني ښار کې د غبرګولي په لسمه د دولتي چارواکو په ګډون د لسګونو ديني عالمانو او قومي مشرانو ګډه غونډه جوړه شوې وه.
د ديني عالمانو په استازيتوب مولوي عبدالحکيم وويل چې په هېواد کې د روانو ستونزو د پاى ته رسولو لپاره بايد د دولت او خلکو تر منځ شته واټن له منځه يووړل شي.
هغه زياته کړه: ((داسې نه کېږي چې د دغه نظام ترسيوري لاندې ژوند کوو، خو ملاتړ يې نه کوو باید ملاتړ يې هم وکړو.))
ده ټينګار وکړ چې خلک بايد په هر ډول حالاتو کې د امنيتي ځواکونو کلک ملاتړ وکړي.
دغه راز قومي مشر علي محمد هم ورته څرګندونې وکړې خو زياته يې کړه چې دولت بايد خلکو ته د ژوند ټولې اسانتياوې برابرې کړي څو خلک يې هم کلک ملاتړ وکړي.
ده وويل: ((همدا اوس زموږ زرګونه ځوانان وزګاره ګرځي، ماشومان زده کړو ته نه شي تللى، نو حکومت بايد دغه مشکلات حل کړي څو خلک يې هم کلک ملاتړ وکړي.))
په دې غونډه کې د غزني ښار اوسېدونکي معلم عبدالرزاق وويل چې د خلکو له همکارۍ پرته حکومت نه شي کولاى امنيت تامين کړي.
د هغه په وينا، تر هغه چې امنيت ټينګښت ونه مومي ناشونې ده چې حکومت دې خلکو ته کار وکړي.
د يادې غونډې ګډون کوونکو ټولو پر يو غږ وويل چې له حکومت سره هر راز همکارۍ ته چمتو دي څو په هېواد کې روانې ناخوالې پاى ومومي.
د غونډې په پاى کې د غزني مرستيال والي محمدعارف واحدي وويل چې د خلکو له مرستې پرته حکومت د امنيت د ټينګښت تر څنګ نورې چارې هم په سمه توګه نه شي ترسره کولاى.
هغه وویل: ((منم ستونزې شته، ځوانان مو بېکاره دي، امنيت مو خراب دى، خو څو چې يو لاس نه شو په همدې مشکلاتو کې به ګير يو.))
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP