کندوز (پژواک ١٥ غبرګولى ٩٦): د کندوز مسوولين وايي، د امام صاحب ولسوالۍ سره نږدې د طالبانو او امنيتي ځواکونو نښته روانه ده او که مرستندوى ځواکونه ور ونه رسېږي، ولسوالۍ ښايي سقوط وکړي.
دغه څرګندونې د امام صاحب ولسوال امان الدين قريشي، نن مازيګر پنځه بجې پژواک خبري اژانس ته وکړې.
ده وويل، پرون سهار طالبانو د ولسوالۍ اقباى کلي باندې بريدونه وکړل چې په پايله کې يې هغه کلى ونيو او مخالفين د ولسوالۍ مقر ته رانږدې شوي دي.
هغه زياته کړه: "تېره شپه امنيتي ځواکونه راورسېدل، عمليات يې پيل کړل، خو له بده مرغه چې طالبانو پرمختګ درلود او د ولسوالۍ مرکز ته رانږدې شوي دي، اوسمهال وضعيت خرابه دى؛ زه اوس د ولسوالۍ په تعمير کې يم او هغه د جنګ لومړۍ کرښه ده"
د نوموړي په وينا، که مرستندوى ځواکونه ور ونه رسېږي، کېداى شي ولسوالۍ سقوط وکړي.
د عبدالهادي په نوم د ولسوالۍ د بازار يوه اوسېدونکي، پژواک ته وويل چې طالبانو د روضې په نوم سيمه هم نيولې او ولسوالۍ ته نږدې شوي، جګړه روانه ده او دولتي ځواکونه د تېښتې په حال کې دي.
امام صاحب د کندوز يوه ستراتيژيکه ولسوالۍ ده چې له تاجکستان سره پوله لري.
login or register a new account.