لښکرګاه (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۹۶) : د هلمند ولایت دګرمسیر ولسوالۍ امنیه قوماندان د ماین په یوه چاودنه کې ټپي شویدی.
دهلمند د امنيه قوماندانۍ وياند دوهم څارن عبدالسلام افغان وايې، نن مازديګر ۵ بجې د ګرمسير قوماندان عبدالروف له خپلو دوو ساتونکو سره په چاودنه کې ټپي شوی دی.
هغه پژواک ته وویل، چې امنیه قوماندان له لښکرګاه څخه ولسوالۍ ته په لاره وو، چې د سربند په سيمه کي دماين چاودنه پرې وشوه.
نوموړي زیاته کړه، چې په دې پيښه کې څوک وژل شوي ندي. هغه په دې او اړه نور معلومات ورنه کړل چې ټپيان کوم روغتون ته وړل وي دي.
بلخوا په لښکرګاه کې د ايمرجنسي روغتون مسوولين وايې چې یاد ټپیان روغتون ته په لاره دي.
وسله والو طاللبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.