کندهار (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۹۶): په کندهار کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
بل خوا د ملکي وګړو پر کورونو د وسله والو د انداخت له امله پنځه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند تورن احمد صادق پژواک خبري اژانس ته وویل، د ملي اردو سرتېرو له تېرې ورځې راهیسې د خاکرېز ولسوالۍ په ډب او ناصر کلیو کې عملیات پيل کړي دي.
هغه زیاته کړه، د دغو عملیاتو په پایله کې ۳۱ وسله وال وژل شوي او ۳ تنه ژوندي نیول شوي دي.
د ده په خبره، دغه عملیات د وسله والو مخالفینو د فعالیتونو د مخنیوي په موخه پیل شوي چې د خاکرېز تر څنګ په نورو ولسوالیو کې هم دوام لري.
د قول اردو ویاند وايي، عملیات لا هم روان دي او امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
بل خوا د میوند ولسوالۍ اړوند د ښامیر کلا په سیمه کې هم پوليسو او ملي اردو عملیات کړي چې په پایله کې یې ۱۱ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني پژواک اژانس ته وویل، په دغه ساحه کې له هغه وروسته عملیات وشول چې دغې سیمې ته یې د وسله والو د راتګ خبر تر لاسه کړ.
دی وايي، له وسله والو سره په دغه سیمه کې پر له پسې څو ساعته جګړه شوې چې پر مهال یې ۵ وسله وال وژل شوي او ۶ ټپیان شوي دي.
د ده په خبره، په دغو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی، خو یو ملکي وګړی ژوبل و چې روغتون ته رسول شوی دی.
دغه راز وسله والو په همدې سیمه کې د ملکي وګړو پر کورونو توغندي توغولي او یو یې په یوه کور کې لګېدلی چې دوه مېرمنې او دوه ماشومان یې ټپیان کړي دي.
درانی وايي، ټپیان د پولیسو له لوري روغتون ته رسول شوي دي.
login or register a new account.