کندهار (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۹۶): په کندهار کې د سوېلي زون د مخورو په يوه غونډه کې پرېکړه وشوه چې له مرکز سره د ستونزو د شريکولو په موخه يو کمېسيون جوړوي.
دغه غونډه تېر ماښام د روژه ماتې پر مهال د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق په مشرۍ جوړه شوې وه چې د هغه تر څنګ په کې د ولسمشر سلاکارانو داود ګلزار، استاد عبدالحلیم، مختار رشیدي، ګل اغا شېرزي، شاولي کرزي او د ولایتي شورا یو شمېر غړو ګډون کړی و.
د کندهار د ولایتي شورا یوه غړي حاجي نعمت الله شېردلي چې په دې غونډه کې یې ګډون کړی و، د غبرګولي په ٢٤مه پژواک اژانس ته وویل، په دې ناسته کې د لوی کندهار ډېرو مشرانو ګډون درلود.
هغه زیاته کړه، په غونډه کې د سوېلي زون پر روان حالت، د امنیت پر ټینګښت، د خلکو تر منځ پر یووالي او له حکومت څخه د هغوی د حقونو پر ترلاسه کولو خبرې وشوې.
دی وايي، مخور به په دغه زون کې د حالاتو د سمون په موخه خپلو غونډو ته دوام ورکوي او یو کمېسیون به جوړوي څو مرکز ته سفر وکړي او د دغو ولایتونو د ستونزو په اړه له ولسمشر او نورو چارواکو سره خبرې وکړي.
د یادونې ده، په دې وروستیو کې د کندهار تر څنګ په مرکز کابل کې هم د دغه زون د نظامي او قومي مشرانو تر منځ ورته ناستې ډېرې شوې دي.
تر دې وړاندې په کندهار کې په یوه ورته غونډه کې د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق او نورو چارواکو ویلي وو چې کلونه کېږي چې د سوېلي زون پر ولایتونو جګړه تپل شوې ده او دلته هره ورځ خلک قربانۍ ورکوي.
هغه دا یوه ډیزاین شوې جګړه وبلله او زیاته یې کړه، لکه څنګه چې د هلمند ولسوالۍ یو په بل پسې سقوط شوې او جګړه تر مرکز لښکرګاه ورسېده، ورته کړنه په ارزوګان کې تکرار شوه او اوس هڅه کېږي چې زابل او کندهار هم په ورته برخلیک اخته کړي.
نوموړي له مرکزي ادارې ګیله وکړه چې په دغسې حالاتو کې هم مرکزي ادارې د دې سیمې د خلکو پر حقوقو ځان غلی کړی دی، خو ده وویل چې د خپلو خلکو د حقونو لپاره به مبارزه کوي.
login or register a new account.