غزني ښار (پژواک، ٢٥ غبرګولى ٩٦): د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو يو کس د انسان تښتوونکو له بنده ژغورلی او په تور يې دوه کسان نیول شوي دي.
د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل د غبرګولي په ٢٥مه د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وويل چې دغه کس ١٣ ورځې وړاندې په قره باغ ولسوالۍ کې تښتول شوى و.
هغه وايي: ((دغه کس له قره باغ نه غزني ښار ته روان و چې د قره باغ په مربوطاتو کې اختطاف شو، له هماغې ورځې يې موږ په تعقيب کې وو چې څو مو ګير کړل.))
امرخېل وايي چې د يادې پېښې په تور يې تره او وراره نيولي دي.
قوماندان دا هم وويل چې د انسان تښتوونکو پر وړاندې جدي عمليات روان دي.
د تښتول شوي کس پلار رحمت الله پژواک ته وويل چې زوى يې شاوخوا درې اوونې وړاندې له ايران څخه راستون شوى دى.
هغه وايي: ((د عبدالباقي په نوم يو کس اول ورته په ټيلېفون کې اخطارونه ورکول وروسته يې له لارې نه تښتولى و.))
ده له امنيتي ځواکونو مننه وکړه چې په وخت سره يې د ده زوى د انسان تښتوونکو له منګلو وژغوره.
د يادونې ده، شاوخوا درې مياشتې وړاندې هم په قره باغ ولسوالۍ کې د انسان تښتونې يوه نهه کسيزه ډله نيول شوې وه.
login or register a new account.