کابل (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۹۶) : دامریکا ددفاع وزارت په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې د رسنیو او فرهنګي چارو د مسوول دوژلو خبر ورکړی دی.
په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو مطبوعاتي دفتر لخوا دغبرګولي په ۲۶مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د داعش درسنیو او فرهنګي چارو مسوول شاوخوا دوه اونۍ مخکې د ( جون په ۳مه، ) دننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د هوایي برید پر مهال وژل شوی دی.
سرچینې زیاته کړې، چې دداعش دغه چارواکی جواد خان نومیده او په دې برید کې د داعش ډلې ځینې وسایل هم له منځه وړل شوي وو.
په خبرپاڼه کې راغلي،چې د جوادخان وژل کیدوسره به دداعش ډلې د پروپاګند او تبلیغاتو لړۍ کمزوې شي .
په افغانستان کې دناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال نیکولسن ویلي، چې افغانستان نور دداعش لپاره خوندي ځای نه دی .
هغه زیاته کړه،چې له خپلو افغان همکارانو سره به یوځای د داعش د له منځه وړلو لپاره عملیاتو ته ادامه ورکوي.
امریکایي ځواکونو ویلي، چې په تیرولسو میاشتو کې امریکایي ځواکونو د داعش پر وړاندې جدي مبارزه کړې ددې ډلې د دوورهبرانو په ګډون یې ګڼ شمیر مشران ورته وژلي دي.
login or register a new account.