کندهار (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۹۶): په کندهار کې په دې وروستیو کې د غلاوو پېښې ډېرې شوي چې خلک یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
خلک وايي، وسله وال غله د وسلې په زور له خلکو پیسې وسایط او نور قېمتي توکي اخلي او د هغوی ژوند یې ناارامه کړی دی.
د کندهار ښار د کابل دروازې اوسېدونکي عزت الله پژواک خبري اژانس ته وویل، په کندهار کې مخکې هم د غلا پېښې کېدلې، خو د روژې او اختر له راتګ سره یې کچه ډېره لوړه شوې ده.
هغه زیاته کړه، ډېر مهال غلاوې د ښار په داسې سیمو کې کېږي چې امنیتي پوستې ورته نږدې وي او امنې ګڼل کېږي.
د ده په خبره، همدا خلک شکمن کوي چې د غلاوو په پېښو کې خو به پولیس لاس نه لري.
هغه د بېلګې په توګه څو شپې مخکې د کندهار ښار په زړه شهیدانو څلور لارې کې د غلو له خوا د یوه دوکان د لوټلو یادونه وکړه چې غلو ورڅخه قېمتي توکي او پیسي وړې وې.
د ده په خبره، وسله والې غلاوې د ناامنیو په لړ کې تر ټولو ځوروونکې او ځپونکې پېښې دي، امنیتي مسوولینو ته په کار ده چې لاس په کار شي او د غلاوو مخه ونیسي.
د کندهار ښار د میرویس مېنې اوسېدونکی جاوېد احمد هم پژواک اژانس ته وویل، په دې وروستيو کې په کندهار ښار کې غلاوې ډېرې شوې او داسې شپه او ورځ به کمه وي چې د غلا کومه پېښه په کې و نه شي.
دی وايي، څو شپې مخکې مې موټر په داسې حال کې ورک شو چې د کور مخې ته مې پارک کړی و.
ده وویل، کرولا موټر مې د ماښام د اوو بجو او نهو بجو تر منځ د کندهار ښار په داسې ساحه کې ورک شو چې په کم واټن کې یې امنیتي پوسته وه.
دى وايي،د پېښې په اړه یې نږدې پوليسو ته خبر ورکړی، خو نه غله نيول شوي او نه يې موټر پيدا شوی دی.
نوموړي له امنيتي چارواکو غواړي چې د غلاوو د مخنيوي په موخه دې کوټلي ګامونه پورته کړي، ځکه دا یوه جدي ستونزه ده چې د مالي زیان تر څنګ په رواني توګه خلک ځپي.
login or register a new account.