غزني ښار(پژواک،۵چنګاښ٩٦): د غزني اوسېدونکي وايي چې د اړوندو ارګانونو د نه پاملرنې له امله په دې وروستيو کې په دې ولايت کې د سړي تښتونې پېښې ډيرې شوې دي چې له امله يې خلک اندېښمن دي.
خو د غزني امنيتي چارواکي وايي چې د انسان تښتوونکو پر وړاندې د دوى عمليات په چټکۍ سره روان دي.
د غزني ښار اوسېدونکي عزت الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پيسو تر لاسه کولو په موخه د انسان تښتونې پېښې ډېرې شوې دي.
هغه وايي: (( کس تښتوي که پيسې ورنه کړي بيا يې وژني، څو ورځې وړاندې هم يو کس تښتول شوى و چې بيا اختطاف چيانو يې له کورنۍ پيسې وغوښتې او کورنۍ يې پيسې ورنه کړې، بيا ددې کس مړى د جنګل باغ تر پله لاندې پيدا شو.))
دغه راز د قره باغ اوسېدونکي محمد انور پژواک ته وويل چې په تېرو دوه مياشتو کې له دې ولسوالۍ څخه هم درې تنه تښتول شوي دي.
هغه وايي: (( يو کس خو ترې پوليسو د روژې په اتمه را خلاص کړ، خو يواځې خلاصول يې کافي نه دي، دې کسانو ته بايد سخته سزا ورکړل شي.))
د هغه په وينا، د دې ولسوالۍ شتمن خلک د انسان تښتوونکو له وېرې په نورو سيمو کې ژوند کوي.
په غزني کې يو تن سوداګر عبدالرحمن پژواک ته وويل چې د انسان تښتوونکو له وېرې سوداګر په دې ولايت کې پانګونه نه کوي.
هغه وايي: (( دلته چې سرمايه ګذارې وکړې، خپله او ټوله کورنۍ دې د اختطاف او نا امنۍ له خطر سره مخ کيږي.))
ده هم ټينګار وکړ چې د انسان تښتونې د مخنيوي په موخه حکومت بايد سړي تښتوونکو ته سخته سزا ورکړي.
د غزني د ولايتي شورا رييس خالقداد اکبري هم وايي چې په دې وروستيو کې په غزني کې د انسان تښتونې پېښې ډېرې شوې دي.
خو دى وايي: ((د شکر ځاى دى چې تر اوسه اختطافچيان په دې نه توانېدلي چې له چا نه پيسې واخلي، ټول د پوليسو لخوا نيول شوي دي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن