کندوز (پژواک، ١١ چنګاښ ٩٦): د کندوز ولايتي شورا او اوسېدونکي په دغه ولايت کې د امنيتي وضعيت له خرابوالي څخه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ وايي، د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ روانه جګړه يوځل بيا د کندوز تر دروازو رارسېدلې ده.
د کندوز ولايتي شورا مشر امرالدين ولي پژواک خبري اژانس ته وويل، وسله وال مخالفين د ولايت مقام په پنځه کيلومترۍ کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته بوخت دي، چې د ياد ولايت اوسېدونکو لپاره يو ستر ګواښ دى.
نوموړي د دې خبرې د څرګندولو ترڅنګ چې حکومت بايد د کندوز امنيتي وضعيت ته جدي پاملرنه وکړي، وويل: "تېره شپه خلک سخت په ډار کې وو، د سهار ٤ بجې د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ نښته پيل شوه، د کندوز په تلوکه سيمه کې اوس هم جګړه روانه ده."
د کندوز ښار اوسېدونکي منصور وويل، د کندوز ښار وضعيت د اندېښنې وړ دى او وسله وال مخالفين د کندوز ښار تر دروازو رارسېدلې دي.
هغه زياته کړه: "وسله وال مخالفين بيا هم د ښار تر دروازو رارسېدلي او د کندوز ښار له تلوکه او ملا سردار کليو سلګونه کورونه بېځايه شوي او که چېرې دولت پاملرنه ونه کړي؛ وضعيت به لاپسې خرابه شي."
د کندوز د والي وياند سيد محمود دانش وويل، وسله والو مخالفينو نن سهار پر تلوکه او کندوز-خان اباد لويې لارې بريدونه پيل کړي؛ خو له نېکه مرغه بريد يې بيرته په شا کړل شوى دى.
نوموړي په دې اړه نور جزئيات وړاندې نه کړل.
خو د کندوز د حوزوي روغتون سرطبيبې مرضيې سلام وويل، نن د کندوز ښار په اړونده سيمه کې له روانې جګړې دوه مړي او ٣٠ ټپيان راوړل شوي، چې وژل شوي کسان ملکيان دي.
خو هغې زياته کړه، چې په ټپيانو کې ٢١ ملکيان او ١١ پوځيان شامل دي.
وسله والو مخالفينو تر اوسه پورې د کندوز د جګړې په اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.