کندوز (پژواک، ١٣ چنګاښ ٩٦): د کندوز په خان اباد ولسوالۍ کې د يوې کورنۍ څلور وروڼه د عشر راټولولو پر سر د شخړې له امله د غير مسوولو وسله والو کسانو له خوا وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى.
د کندوز د خان اباد ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونمل محمدظاهر نيازي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه پرون مازيګر د يادې ولسوالۍ په عرب قدق کلي کې هغه مهال رامنځته شوې، چې غيرمسووله وسله والو کسانو د يادې سيمې اوسېدونکو له حاصلاتو په زور د عُشر راټولولو هوډ درلود.
سرچينې زياته کړه، د يادو غيرمسووله کسانو پر وړاندې د يوې کورنۍ پنځو وروڼو د چاقو په وسيله مقاومت کړى، چې د شخړې په پايله کې يې څلور وروڼه وژل شوي او بل يې ټپي دى.
د خان اباد ولسوالۍ امنيه قوماندان څرګنده کړه، چې ياد غيرمسووله وسله وال کسان د "متينک" په نوم د يوه مشهور قوماندان کسان دي، چې له يادې پېښې وروسته له سيمې تښتېدلي دي.
login or register a new account.