ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کاپيسا په تاريخي سيمو کې جوړ شوي کورونه ړنګېږي

د کاپيسا په تاريخي سيمو کې جوړ شوي کورونه ړنګېږي

author avatar
5 Jul 2017 - 12:26
د کاپيسا په تاريخي سيمو کې جوړ شوي کورونه ړنګېږي
author avatar
5 Jul 2017 - 12:26

محمودراقي (پژواک، ١٤ چنګاښ ٩٦): چارواکي وايي چې په کاپيسا کې به ټول هغه کورونه او نورې ودانۍ ړنګې کړي چې په تاريخي سيمو کې جوړې شوې دي.

د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي د چنګاښ په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې  د دغه ولايت د تاريخي اثارو د ساتنې او څارنې په موخه يوه کمېـټه جوړه شوې وه.

هغه زياته کړه چې په دې کمېټه کې د دغه ولايت د ملکي او نظامي ادارو استازي شتون لري او خپل فعاليتونه يې پيل کړي دي.

د يوسفزي په وينا، د کمېټې د پرېکړې له مخې، يو کمپاين پيل شوى چې له مخې به يې ټول هغه کورونه او ودانۍ ړنګېږي چې په تاريخي سيمو کې د زورواکو او نورو خلکو له خوا جوړ شوي دي.

هغه وايي: ((تر دې دمه مو نږدې دېرش کورونه ړنګ کړل، دا کورونه د کاپيسا اول کوهستان، دويم کوهستان او د مرکز اړوندو هغو سيمو کې جوړ شوي وو چې تاريخي اثار لري.))

د امنيې قوماندانۍ وياند وايي چې ځينو کسانو د همدې لپاره دلته کورونه جوړ کړي وو چې په پټه ترې تاريخي اثار وباسي.

د يوسفزي په وينا، د تاریخي اثارو د خوندیتوب په کمېټه  خپله  د کاپیسا والي، امنیه قوماندان، اطلاعاتو فرهنګ، ښاروالي  او یو شمېر نورې ادارې ګډون لري.

خو هغه دا ونه ويل چې په دې تور څوک نيول شوى او يا هم عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوى دى.

د اول کوهستان ولسوالۍ  يو اوسېدونکی محمداجمل  وايي چې  زورواکو د ګڼ شمېر تاريخي سيمو څنډو کې غير قانوني کورونه جوړ کړي دي.

هغه زياته کړه چې دغو سيمو ته نور عام خلک نه شي تللى او د سيمې اوسېدونکي په پټه ترې د تاريخي اثارو د ترلاسه کولو لپاره کيندنې کوي.

نوموړي له حکومت څخه وغوښتل چې دغه کسان ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپارلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.