Language

د غزني د قره باغ ولسوالۍ امنیه قوماندان ټپي شوی

غزني ښار (پژواک، ٢١ چنګاښ ٩٦): د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې او دواړه لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند فهيم امرخېل د چنګاښ په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو په قره باغ ولسوالۍ کې پر امنيتي پوستو بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې د دغو بريدونو له امله ١٢ وسله وال طالبان وژل شوي او ١٥ نور ټپيان دي.

ده وويل چې په دې جګړه کې د قره باغ ولسوالۍ د امنيه قوماندان سمونوال لطف الله کامران په ګډون دوه پوليس هم ټپيان شوي دي.

د امرخېل په وينا، په دې جګړه کې د وسله والو طالبانو يو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه تللي او د درېيو طالبانو جسدونه په سيمه کې پاتې دي.

خو د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکي روح الله پژواک ته وويل چې په دې جګړه کې د سيمه ييزو پوليسو د پوستې يو قوماندان ناصر له خپلو دوه نورو ملګرو سره وژل شوى دى.

هغه وايي: ((طالبان زیات راغلي وو ناصر او دوه ملګري يې و وژل او شايد طالبان هم مړه شوي وي.))

خو د غزني امنيتي چارواکو په ياده جګړه کې د سيمه ييزو پوليسو د وژل کېدو خبره رد کړه.

وسله وال طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې طالبانو د قره باغ ولسوالۍ په شېراباد سيمه کې پر امنيتي پوستو بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دغو بريدونو کې د سيمه ييز پوليسو قوماندان ناصر له خپلو  څلورو ملګرو سره وژل شوى دى.

مجاهد وايي چې په دغه بريد کې د قره باغ ولسوالۍ امنيه قوماندان له خپلو پنځو نورو ملګرو سره ټپى شوى دى.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.