Language

په کندهار کې د پستې ۲۵۰ باغونه او د زعفرانو ۴۰۰ نمایشي قطعې جوړېږي

کندهار (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۹۶): د کندهار په ۹ ولسوالیو کې د پستې باغونه، د ممیزو خونې او د زعفرانو نمایشي قطعې جوړېږي او په اړه یې کروندګرو ته روزنه ورکول کېږي.

دغه پروژه نن (د چنګاښ ۲۱مه) پرانیستل شوه چې د کندهار ولایت مقام مالي او اداري مرستیال عبدالحنان منیب تر څنګ په کې د کرنې، نشه يي توکو او اقتصاد رییسانو او د پلې کوونکې ادارې مرسي کورپس استازو ګډون کړی و.

د کندهار د کرنې رییس سید حفیظ سیدي پژواک خبري اژانس ته وویل، دا درې کلنه زراعتي پروژه ده چې د کندهار په نهو ولسوالیو کې پلې کېږي.

په دې ولسوالیو کې میوند، ژیړۍ،پنجوايي، دامان، ډنډ، تخته پل، سپين بولدک، معروف او ارغستان شاملې دي.

ده زیاته کړه، په دغه پروژه کې به د یادو شوو ولسوالیو کروندګرو او باغ لرونکو ته د پستې د ۲۵۰ باغونو، ۳ کشمش خونو او د زعفرانو د ۴۰۰ نمایشي قطعو جوړول شامل دي.

نوموړی وايي، سلګونو کروندګرو او باغ لرونکو ته د دغو باغونو او کروندو د پاللو، د ناروغیو د کنټرول او نورو برخو په اړه روزنه هم ورکړل شي.

د کندهار سکتوري رییس عبدالحکیم حکیمي وايي، دغه پروژه به په یو ډول د کوکنارو د کر بدیل هم شي چې ډېر په کې کرل کېږي.

خو هغه د دغې پروژې پر ښه تطبیق ټینګار وکړ.

د مرسي کورپس په نوم د دغې پروژې د پلي کوونکې ادارې استازي محمد ایوب پژواک اژانس ته وویل، دغه پروګرام د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر ضد ادارې او اروپايي ټولنې له خوا تمویلېږي چې موخه یې دغلته د نشه يي توکو مخنیوی، د روا کښتونو وده او له کروندګرو او باغ لرونکو سره مرسته ده.

دی وايي، دغه پروژه به د دوی له خوا د ګومارل شوي مسلکي ټیم له خوا پر مخ وړل کېږي.

ده دا هم وویل چې د کندهار تر څنګ هم مهاله دغه پروژه په هلمند او اروزګان ولایتونو کې هم پلي کېږي.

خو نوموړي د دغې پروژې د لګښت په اړه معلومات ور نه کړل.

login or register a new account.

Related Topics