کندهار (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۹۶): د کندهار اوسېدونکو په یوه غونډه کې د اوبو د مهارولو په برخه کې د دولت له کړنلارې ملاتړ وکړ او په دې اړه یې د ایران ولسمشر وروستۍ څرګندونې وغندلې.
دغه غونډه د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه چې د ولسمشر د سلاکار او په ټولنیزو چارو کې د کندهار ولایت د مرستیال حاجي اغا لالي دستګیري تر څنګ په کې لسګونو قومي مشرانو، دیني عالمانو، مدني فعالانو او ځوانانو ګډون کړی وو.
ویناوالو له ولسمشر څخه د هېواد د اوبو د مهارولو په برخه کې د ښه پلان جوړونې او مدیریت غوښتنه وکړه.
د ولسمشر د سلاکار او په ټولنیزو چارو کې د کندهار ولایت مرستیال حاجي اغا لالي دستګیري وویل، اوبه د هېواد تر ټولو لویه شتمني ده چې د ټول ولس ژوند ورسره تړلی دی.
ده زیاته کړه، ولس د خپلې خاورې او جغرافیې په څېر د خپلو اوبو د ساتلو په برخه کې هر ډول قربانۍ ته ژمن دی.
د ده په خبره، دولت د نړیوالو قوانینو په رڼا کې د خپلو اوبو د مهارولو پلان لري چې په دې اړه د ایراني ولسمشر وروستۍ څرګندونې لویه تېروتنه ده.
دی وايي، افغانستان تل له خپلو مسلمانو ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي، خو برعکس ګاونډیو هېوادونو بیا دلته تل په یوه او بل نوم مداخلې روانې ساتلي او د متقابل درناوي له مخې یې چلند نه دی کړی.
دستګیري له ولسمشر څخه وغوښتل چې د هېواد د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره د اوبو د مهارولو پيل شوې لړۍ دې ګړندۍ شي.
د کندهار د ولایتي شورا غړي حاجي نعمت الله شېردلي بیا د ایران ولسمشر څرګندونې د جګړې د اعلان په معنا وګڼلې او ویې ویل، افغانان که هر څو خپلمنځۍ ستونزې لري، خو د پردیو د ناسمو ارادو پر وړاندې سره یو دي.
یوه بل قومي مشر تورن نېک محمد وویل، له خاورې وروسته اوبه د هر هېواد تر ټولو ستره شتمني او حیثیت دی.
هغه زیاته کړه: ((موږ د خپلې خاورې په څېر د خپلو اوبو مالکان هم یوو او په دې برخه کې د هېڅ پردي مداخله د منلو نه ده.))
د کندهار پوهنتون رییس ډاکټر حضرت میر توتاخېل وویل، خاوره او اوبه د یوه هېواد هغه شتمنۍ دي چې اصلاً د محاسبې وړ نه دي او هېڅ بیه نه شي ورته ټاکل کېدای.
login or register a new account.