کندهار (پژواک،۲۶چنګاښ۹۶): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر سید احمد شاه سادات کندهار ته سفر وکړ او په عینو مېنه کې یې د افغان ټیلیکام ډیجیټل شبکه پرانیسته.
د پرانيستې په دې مراسمو کې د هغه تر څنګ د ولایت مقام مالي او اداري مرستیال عبدالحنان منیب، د ولایتي شورا رییس حاجي سید جان خاکرېزوال، د سوداګرۍ خونې مشر حاجي نصر الله زهیر، ملي سوداګر محمود کرزي او ګڼو نورو سوداګرو او مخورو ګډون کړی وو.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر سید احمد شاه سادات وویل، د کندهار ښار په عینو مېنه کې د افغان ټلیکام اړوند د ۱۰ زره مزیو لرونکې ټيلېفوني شبکې پر پروژه ۵ میلیونه ډالر لګښت راغلی دی.
هغه زیاته کړه، د دغې ډیجیټل شبکې په پرانیستل کېدو سره به خلک ټيلېفون او انټرنټ ته لاسرسی ولري.
ده یادونه وکړه چې ورته ډیجیټل خدمات به ټول کندهار ولایت ته ورسوي او اوس مهال د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې ډیجيټل مخابراتي شبکې لري.
نوموړي وویل، وزارت د یوه ډیجیټل افغانستان لپاره پراخ پلانونه لري او په دې برخه کې له نوې ټکنالوجۍ لکه فایبر، سټلایټ، ریډیو ویو او نورو مډرنو ټکنالوجیو کار اخلي.
ده زیاته کړه: ((موږ افغانستان د فایبر له لارې له چین، ایران، افریقا او اروپا سره نښلوو او په دې توګه شمالي، جنوبي او شرقي ګاونډي هېوادونه د افغانستان له لارې له فایبر سره نښلوو.))
د ده په خبره، لکه څنګه چې د ورېښمو تاریخي لار له افغانستانه تېرېږي، په ورته توګه به له افغانستان څخه ډیجیټل لاره هم جوړوو.
دی وايي، له دې لارې به افغانستان ته د ټکس له لارې ډېر عواید راشي.
سادات وویل، ګڼې پروژې تر لاس لاندې دي چې هېواد د مخابراتو په برخه کې د ګاونډیو هېوادونو له انحصاره وویستل شي او تر راتلونکو پنځو کلونو به افغانستان د دې جوګه شي چې ان له ګاونډیو هېوادونو سره د ډیجیټل ټکنالوجۍ په برخه کې مرسته وکړي.
ده دغه راز یادونه وکړه چې لرې سیمې به د سټلایټ له لارې له یو او بل سره ونښلوي.
دی وايي، هند دوې میاشتې مخکې یو سټلایټ فضا ته لېږلی او ژمنه یې کړې چې دوه ټرانسفاونډره به افغانستان ته ورکوي.
login or register a new account.