تالقان (پژواک، ٣١ چنګاښ ٩٦) : د تخار ولايت په مرکز تالقانو کې ښار کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله اوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند سمونيار عبدالخليل اسير د چنګاښ په ٣١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه د ښار په اهنګري کوڅه کې د هاوان سرګلولې د چاودنې له امله شوې ده.
هغه زياته کړه، يوه اهنګر غوښتل، د هاوان د دې سرګولې له اوسپنو ګټه پورته کړي چې په کې شته چاودېدونکي توکي و چاودېدل.
د اسير په وينا، په دې چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي، چې ټول دوکانداران او لارويان دي.
د ګل احمد په نامه د پېښې يو تن عيني شاهد پژواک ته وويل، چاودنه هغه مهال وشوه چې د ده ګاونډي د هاوان مرمۍ په اور کې اېښې وه .
نوموړی وايي، دواړه وژل شوي کسان هغه اهنګران دي چې مرمۍ يې په اور کې اېښې وه
د روغتون سرچينې وايي، دوى ته پنځه ټپيان راوړل شوي چې تر درملنې لاندې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن