Language

د کندهار په ژېړۍ ولسوالۍ کې د یوه روغتیايي مرکز  د جوړولو چارې پيل شوې

کندهار (پژواک، ۲ زمری ۹۶): د کندهار په ژېړۍ ولسوالۍ کې د یوه بنسټیز روغتیايي مرکز د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.

د دغه روغتون د بسنټ اېښودلو په مراسمو کې په ټولنیزو چارو کې د کندهار ولایت مرستیال حاجي اغا لالي دستګیري، د ژېړۍ ولسوال سید جمال اغا، د عامې روغتیا سرپرست رییس ډاکټر محمد عظیم زمریال او د دې ولسوالۍ مخورو او اوسېدونکو ګډون کړی وو.

د کندهار د عامې روغتیا سرپرست رییس ډاکټر محمد عظیم زمریال پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه بنسټیز روغتیايي مرکز د ژېړۍ ولسوالۍ په حوض مدد سیمه کې پر یو جریب ځمکه جوړېږي.

هغه زیاته کړه، د روغتون پر جوړېدو پنځه میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د عامې روغتیا وزارت له خوا ورکول کېږي.

دی وايي، د ودانۍ د جوړولو کار به تر راتلونکو پنځو میاشتو بشپړ شي چې د اړتیا وړ ټول محلقات به ولري.

د ده په خبره، دغه روغتون به د دې ولسوالۍ له ۱۵ تر ۳۰ زره اوسېدونکو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

زمریال زیاته کړه، اړوند وزارت په پام کې لري چې په نږدې راتلونکې کې د کندهار په سپین بولدک، پنجوايي، دامان او ډنډ ولسوالیو کې بشپړ روغتیايي مرکزونه جوړ کړي.

دغه راز ده یادونه وکړه چې ځینو ولسوالیو ته به ۱۵۰ زرنج امبولانسونه هم ورکړي چې د بېړنیو ناروغانو د رسولو لپاره به ورڅخه کار اخیستل کېږي.

په ټولنیزو چارو کې د کندهار ولایت مرستیال حاحي اغا لالي دستګیري وویل، دا کلینيک د خلکو په غوښتنه جوړېږي، هیله ده چې خلک د دې او ورته نورو ټولګټو پروژو په ساتنه کې ونډه واخلي.

نوموړي د همدې ولسوالۍ ۳۰ بستریز روغتون، د ناخوني کلي روغتیايي مرکز او د پنجوايي ولسوالۍ بشپړ روغتیايي مرکز هم له نږدې ولیدل او د دغو مرکزونو د برېښنا، د اړتیا وړ لوازمو او ودانیو د ترمیم په اړه د خلکو غوښتنې واورېدلې.

دستګیري د عامې روغتیا له سرپرست رییس څخه وغوښتل چې دغه مرکزونه تجهیز کړي.

د ژېړۍ ولسوالۍ اوسېدونکو د روغتون د چارو په پیل کېدو خوښي ښودله او د روغتیايي خدماتو له کمښت څخه یې سر ټکاوه.

login or register a new account.