کندوز(پژواک، ٣ زمرى ٩٦): د کندوز ځايي چارواکي وايي چې د کندوز- تخار لويه لاره يې په بشپړ ډول د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاکه او له شپږو ورځو وروسته د ترافيکو پر مخ خلاصه شوه.
د کندوز ولايت د عامه نظم د لوا رييس ارکان سمونوال رحيم کوهدامني وايي چې د کندوز- تخار لويې لارې د پاکولو عمليات نن سهار پيل شول.
هغه زياته کړه، امنيتي ځواکونه وتوانېدل چى د يادو عملياتو په پايله کې د کندوز- تخار لويه لاره د دولت د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاکه کړي او د ترافيکي پرمخ يې پرانېزي.
د دغه امنيتي چارواکي په خبره، د يادو شوو عملياتو په پايله کې درې وسله وال مخالفين وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د کندوز ولايتي شورا مشر امر الدين ولي امنيتي او ځايي چارواکي پر کمزورۍ تورن کړل او ويې ويل چې تر اوسه پورې کندوز کې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې هېڅ ډول پايله لرونکي عمليات نه دي تر سره شوي.
نوموړي زياته کړه:((هر وخت چې جګړه وشي، دولت عمليات کوي، کله چې وضعيت ارام وي، عمليات نه کوي، څو نا امنه ساحې پاکه کړي، دا عمليات ننداريز دي، په کندوز کې د وسله والو د ځپلو لپاره تر اوسه هېڅ اقدام نه دى شوى.))
login or register a new account.