Language

د پکتیکا په برمل کې وسله والو او پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

ښرنه (پژواک، ٧ زمرى ٩٦): د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې ١١ طالبان وژل شوي او څلور پوليس ټپيان دي.

د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ سرپرست سمونوال دادالله خان هوتک د زمري اوومه خبريالانو ته وويل چې تېره شپه د برمل ولسوالۍ په تنګي سيمه کې طالبانو د پوليسو پر کاروان بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې ١١ طالبان وژل شوي، پنځه طالبان او څلور پوليس ټپيان شوي دي.

د هوتک د معلوماتو له مخې، په دې جګړه کې د طالبانو دوه موټر او دوه موټرسايکل هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د سروبي ولسوالۍ يو اوسيدونکي جاويد پژواک ته وويل: ((د برمل ولسوالۍ په تنګي سيمه کې جګړه شوې چې بيا ټپيان او مړي د سروبي کلينيک ته راوړل.))

ده وويل چې د دوو پوليسو جسدونه يې په خپلو سترګو ليدلي خو د نورې مرګ ژوبلې په اړه يې کره معلومات نه درلودل.

بل لور ته وسله وال طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په ياده جګړه کې طالبانو ١١ پوليس وژلي، پنځه پوليس يې اسير نيولي او پنځه ټانګونه يې له منځه وړي دي.

هغه په دې جګړه کې د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.