پل علم (پژواک، ۱۳ زمری ۹۶): د لوګر امنيتي چارواکي وايي چې د لوګر په مرکز کې د چاڼيز عملياتو په ترڅ کې شپږ وسله وال مخالفين وژل شوي او درې ملکي وګړي ټپيان دي.
د لوګر د والي وياند ميراحمد سيلاب پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مرکز پل علم اړوند الوزيو، دوغ اباد او جمعه کلا په سيمو کې يې چاڼيز عمليات پيل کړي او د امنيت د لا ټينګښت په موخه امنيتي پوستې جوړوي.
د والي وياند وايي چې د دغو عملياتو پرمهال شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او درې عام وګړي ټپيان دي.
خو يوې بلې حکومتي سرچينې چې نه غواړي نوم يې خپور شي، پژواک ته وويل چې پنځه عام وګړي ټپيان شوي دي.
خو د سيمې اوسېدونکي بيا وايي چې په دې بريدونو کې د يوې کورنۍ د څلورو ماشومانو په ګډون پنځه تنه وژل شوي دي.
د الوزيو د سيمې قومي مشر ذبيح الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د امنيتي ځواکونو له لوري توغول شوې د هاوان مرمۍ د ثمرګل په نوم د يو ملکي کس پر کور لګېدلې چې ثمرګل او د هغه څلور ماشومان وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو هم جګړه تاييد کړې ده .
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا رسنيو ته په استولې خبرپاڼه کې ويلي چې د افغان ځواکونو له لوري د توغول شوې هاوان مرمۍ په پايله کې يو ځوان او پنځه ماشومان وژل شوي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP