ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرکټ بورډ د شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو لپاره پنځې لوبډلې اعلان کړې | بدخشان کې د «مخمل خیال» په نوم هنري نندارتون جوړ شو |  لوګر کې د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه شوه | د حج وزارت: زیارتي شرکتونه دې د عمرې حج لګښت کې کموالی راولي | غزني کې د مور له شیدو د تغذیې نړۍواله اونۍ ونمانځل شوه | د هلمند په ګرشک کې یوه ځوان ۳۰۰ ماشومانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره کړې ده | غزني کې د ادبي او فرهنګي فعالیتونو کمرنګه کېدو یو شمېر فرهنګیان اندېښمن کړي | پلخمري کې یوې پېغلې د یوه رسټورانټ په جوړولو لسو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده | مهترلام ښار کې د سل میلیون افغانیو په لګښت بېلابېلې رغنیزې پروژې پلې کېږي | فراه کې په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې ۲۷۰۰ ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي
د خوست خلک: حکومت د خپلو ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغلی

د خوست خلک: حکومت د خپلو ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغلی

author avatar
14 Aug 2017 - 16:38
د خوست خلک: حکومت د خپلو ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغلی
author avatar
14 Aug 2017 - 16:38

خوست ښار (پژواک، ۲۳ زمری ۹۶): د خوست د يو شمېر مدني ټولنو او شوراګانو غړي وايي، مرکزي حکومت هغه ژمنې نه دي عملي کړې چې د خوست له خلکو سره يې څو څو ځلې کړې دي.

هغوی چې د مدني ټولنو او شوراګانو په نوم يې يو نوی ايتلاف رامنځته کړی، د زمري په ٢٣مه يو خبري کنفرانس ته وويل، که مرکزي حکومت ژر له دوی سره کړې ژمنې عملي نه کړي، نو له هرې ممکنې لارې به د خپل حق ترلاسه کولو ګټه واخلي.

د دغه ايتلاف يوه غړي تواب جان غفوري چې په دغه ولايت کې د جمعيت ګوند مشر دى، وويل چې ولسمشر او اجرائيه ريیس ټولې هغه ژمنې چې د ټاکنيزو منډو ترړو پر مهال يې له دوی سره کړې وې، تر اوسه يوه هم نه ده عملي شوې.

هغه زياته کړه: ((زموږ یوه غوښتنه د هوايي ډګر جوړېدل و چې اوس هم ځای پر ځای پاتې ده، د غلام خان لار نه ده ترانزيټ شوې، د برق پروسه ډېره ټکنۍ ده. په مرکزي دولت کې جنوبي سمت موږ يو وزير هم نه لرو.))

په خوست کې د مجاهدينو د اسلامي شورا غړي چې د دغه ايتلاف غړيتوب هم لري، قاري عبدالولي عادل کنفرانس ته وويل چې د لويې پکتيا په ځانګړي ډول د خوست ولسونو هر وخت له دولت ننګه کړې، هغوی په مقابل ورسره دولت تل د مور او ميرې سلوک کړی.

نوموړى وايي: ((خوست ته بايد پاملرنه زياته شي دا يو سرحدي ولايت دی او کله چې له خوست نه مشکل پيدا شوي دي په ډېر کم وخت هر دولت په کابل کې نه دی پاتې شوی. دولت بايد زموږ لوستي کسانو ته ادارو کې ځای ورکړي شي او خپل حقوق راکړي.))

د کنفرانس ګډونوالو همدارنګه د يوه پرېکړه ليک په خپرولو سره له شته نظامه هم ملاتړ څرګند کړ او د پرېکړه ليک په يوه برخه کې راغلي وو چې دوی به هغو اشخاصو او کړيو ته د فعاليت اجازه ورنه کړي چې د عامو افغانانو پر سر معاملې کوي.

د يادونې ده، تر دې مخکې په کابل، ختيځ او شمال کې هم ځيني سياسي ايتلافونه او شوراګانې جوړې شوې دي

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.