Language

کندهار کې وسله والو او امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

کندهار (پژواک، ۲۶ زمری ۹۶): وسله والو طالبانو د کندهار ارغستان او خاکرېز ولسوالیو کې د پولیسو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي او دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني پژواک خبري اژانس ته وویل چې وسله والو تېره شپه ۱۱ بجې د ارغستان ولسوالۍ د وام درې او ملا اغا جان پر امنیتي پوستو وسله والو بریدونه پيل کړل چې د سهار تر څلورو بجو یې دوام درلود.

ده زیاته کړه، په دې جګړه کې ۱۶ وسله وال وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان شوي چې په وژل شوو کې درې سیمه ییز قوماندانان هم شامل دي.

دغه راز دراني یادونه وکړه چې د جګړې په پایله کې دوه پولیس هم وژل شوي او درې ټپيان شوي دي.

خو د ارغستان ولسوالۍ یوې امنیتي سرچینې د پولیسو مرګ ژوبله ډېره یاده کړه او ویې ویل، د وسله والو په برید کې څلور پولیس وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

بلخوا وسله والو تېره شپه په خاکرېز ولسوالۍ کې هم د پولیسو پر امنیتي پوسته بریدونه کړي او د دواړو لورو تر منځ سخته جګړه شوې ده.

درانی وايي، لسګونو وسله والو تېره شپه ۱۲ بجې د خاکرېز ولسوالۍ اړوند د دوراهي او تریګاو په سیمو کې د پولیسو پر پوستو بریدونه پیل کړل چې د سهار تر ۴:۳۰ بجو یې دوام درلود.

دی زیاتوي، پولیسو د وسله والو د بریدونو پر وړاندې سخت مقاومت کړی چې پر مهال یې د دوو مهمو قومندانانو په ګډون ۲۲ وسله وال وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د ده په خبره، په جګړه کې درې پولیس وژل شوي او دوه برسېرن ټپیان شوي.

خو یوې امنیتي سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغه برید کې پنخه پولیس وژل شوي او اووه تنه ټپيان شوي دي.

وسله والو طالبانو ادعا کړې چې په ارغستان او خاکرېز ولسوالییو کې پولیسو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د دې ډلې ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلی چې په ارغستان ولسوالۍ کې یې پر دوو پوستو بریدونه کړي چې د قومندان سردار په ګډون یې ۱۳ پولیس وژلي او ۹ تنه نور یې ټپیان کړي دي.

login or register a new account.

Related Topics