غزني ښار(پژواک،٢٨زمرى٩٦): د غزني حکومتي چارواکي وايي چې ناپيژنده وسله والو لس ملکي وګړي نا معلوم لوري ته بيولي دي.
د غزني والي عبدالکريم متين د زمري ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ناپيژنده وسله والو نن سهار د جغتو ولسوالۍ له تلخک سيمې څخه د قره باغ ولسوالۍ اوسيدونکي تښتولي دي.
هغه وايي چې په تښتول شويو کې ښځې هم شته دي او دغه کسان د شخصي ستونزو له امله بيول شوي دي.
ده وويل چې د يادو کسانو د خلاصون په موخه د پوليسو هلې ځلې پيل شوي دي.
د غزني د امنيې قوماندانۍ سرپرست سمونوال مصطفى مايار هم ياده پېښه تاييدوي او وايي چې دغه کسان د طالبانو له لوري نه دي تښتول شوي.
هغه زياته کړه: (( دا کار طالبانو نه دى کړى تر هغه چې موږ لرو دې کسانو د ځمکې پر سر دعوه درلوده کيداى شي هغوى تښتولي وي.))
مايار هم وويل چې د يادو کسانو د خلاصون په موخه د پوليسو عمليات پيل شوي دي.
د تلخک د سيمې اوسيدونکي محمد حسن بيا پژواک ته وويل چې د تښتول شويو کسانو شمير ١٨ تنه دى.
هغه وايي: (( درې کسان يې نه تلل، وسله والو پرې ډزې وکړي او ټپيان يې کړل.))
د دې پېښې مسووليت تر اوسه کومې وسله والې ډلې په غاړه نه ده اخيستى خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې طالبان به هم په دې اړه پلټنې وکړي.
login or register a new account.