Language

د غزني زنخان ولسوالۍ سقوط وکړ

غزني (پژواک، ٢ وږى ٩٦): د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ له جګړې وروسته طالبانو د غزني د زنخان ولسوالۍ ونيوه.

د غزني د ولايتي شورا غړي عبدالجامع جامع د وږي په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه زنخان ولسوالۍ کې د امنتيي ځواکونو  او وسله والو طالبانو تر منځ سخته جګړه شوې ده.

هغه وايي چې له جګړې وروسته وسله والو طالبانو د زنخان ولسوالۍ نيولې ده او زیاتوي چې طالبانو دوه ټانکونه، څو رينجر موټر او درې پوليس هم له ځان سره نا معلوم لوري ته بيولي دي.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري هم پژواک ته وويل چې په زنخان کې تېره شپه سخته جګړه شوې ده.

هغه په دې اړه نور معلومات نه درلودل.

بلخوا  طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د زنخان ولسوالۍ طالبانو نيولې ده.

په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.

د يادونې ده، شاوخوا دوه کاله وړاندې د زنخان ولسوالۍ مقام له اصلي ځايه غزني ښار ته نږدې راوړل شوې وه، خو هغه سيمه هم نن طالبانو ونيوه.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.