ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرکټ بورډ د شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو لپاره پنځې لوبډلې اعلان کړې | بدخشان کې د «مخمل خیال» په نوم هنري نندارتون جوړ شو |  لوګر کې د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه شوه | د حج وزارت: زیارتي شرکتونه دې د عمرې حج لګښت کې کموالی راولي | غزني کې د مور له شیدو د تغذیې نړۍواله اونۍ ونمانځل شوه | د هلمند په ګرشک کې یوه ځوان ۳۰۰ ماشومانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره کړې ده | غزني کې د ادبي او فرهنګي فعالیتونو کمرنګه کېدو یو شمېر فرهنګیان اندېښمن کړي | پلخمري کې یوې پېغلې د یوه رسټورانټ په جوړولو لسو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده | مهترلام ښار کې د سل میلیون افغانیو په لګښت بېلابېلې رغنیزې پروژې پلې کېږي | فراه کې په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې ۲۷۰۰ ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي
خوست کې د بې پیلوټه الوتکې بمبار د یوه قوماندان په ګډون شپږ طالبان وژلي

خوست کې د بې پیلوټه الوتکې بمبار د یوه قوماندان په ګډون شپږ طالبان وژلي

author avatar
6 Sep 2017 - 10:54
خوست کې د بې پیلوټه الوتکې بمبار د یوه قوماندان په ګډون شپږ طالبان وژلي
author avatar
6 Sep 2017 - 10:54

خوست ښار (پژواک، ۱۵ وږی ۹۶): چارواکي وايي چې د خوست په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د يو طالب قوماندان په ګډون شپږ وسله وال وژل شوي دي.

د خوست د والي وياند مبارزمحمد ځدراڼ د وږي په ۱۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد پرون مازديګر د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په ځنيخېلو سيمه کې شوی دی.

که څه هم ځدراڼ په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل خو يوې بلې باوري دولتي سرچينې د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته وويل چې دغه بريد د جهادشاه په نوم د طالبانو د يوه سيمه ييز مشهور قوماندان پر سراچه موټر شوی دی.

سرچينې وويل، په بريد کې په خپله جهادشاه او د هغه پنځه کسان وژل شوي او موټر يې سوځېدلی دی.

د دې سرچينې په وينا، جهادشاه نه يواځې د افغان حکومت پر خلاف جنګېده، بلکې له دې امله چې ده د مقبلو له قبيلې سره تړاو درلود، د منګلو او مقبلو تر منځ يې شخړې ته هم لمن وهله.

تر دې وړاندې د خوست والي حکم خان حبيبي ويلي وو چې ځينې سياسي ډلې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره د منګلو او مقبلو تر منځ وسله والې شخړې ته لمن وهي.

د منګلو او مقبلو قبیلو تر منځ شخړه چې په دې وروستیو کې بيا پيل شوې، هره ورځ  دواړه غاړې درنې وسلې کاروي چې لسګونه کورنۍ يې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې کړې دي.

تر اوسه وسله والو طالبانو د ياد بريد په اړه  رسنيو ته څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.