Language

په کندوز کې د انسان تښتوونکو څلور کسيزه ډله نيول شوې

 

کندوز ښار (پژواک، ٢٠ وږى ٩٦): په کندوز کې امنيتي چارواکي وايي چې د انسان تښتوونکو څلور کسيزه ډله يې نيولې ده.

د کندوز ولايت مرستيال او سرپرست حشست الله رحيمي عرضبيګي نن د يوې خبري غونډې پر مهال خبريالانو ته وويل چې دا ډله د ملي امنيت د منسوبينو له لوري نيول شوې ده.

هغه زياته کړه: ((وروسته له هغه چې دغه ډلې ١١ کلن ماشوم نذيرالله د کندوز ښار له کوټه ګرد ساحې نه برمته کړ، د ملي امنيت د موظفينو تر تعقيب لاندې و، خو له نېکه مرغه چې د ملي امنيت په هڅو له يوه سراچه موټر سره ونيول شوه.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه تښتوونکو د نذيرالله د رهايي په بدل کې د هغه له کورنۍ نه د ١٥زره امريکايي ډالرو او پنځه سوه  زره افغانيو غوښتنه کړې وه.

له بلې خوا نذيرالله پژواک ته وويل: ((کله چې له جومات نه ووتم، څو کسانو مې خوله وتړله، موټر ته يې ننويستم او بې هوښه شوم.))

نذيرالله ته ژړا د دې اجازه نه ورکوله چې پاتې نورې پوښتنې هم ځواب کړي.

د نوموړي پلار چې له هېواده بهر ژوند کوي، له امنيتي ځواکونو په منني ټينګار وکړ چې عدلي او قضايي ارګانونه بايد نيول شوو کسانو د خپلو اعمالو سزا ورکړي.

login or register a new account.

Related Topics