پل علم (پژواک،۲۸وږى٩٦): د لوګر ازرې ولسوالۍ کې د پاڅون کوونکو او طالبانو ترمنځ جګړه کې څلور طالبان وژل شوي او يوه بله پېښه کې يو ملکي وګړى وژل شوى او درې نور ټپيان دي.
د لوګر د والي وياند سليم صالح د وږي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د ازرې ولسوالۍ په فتح خېلو سيمه کې د پاڅون کوونکو پر پوستو بريدونه کړي دي.
د هغه په وينا، جګړې څلور ساعته دوام وکړ چې په ترڅ کې يې څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي.
دغه راز صالح وويل، په همدې کلي کې د نوګل په نوم د يو کس په کور کې د ماين چاودنه شوې ده.
هغه وايي، په دې چاودنه کې يو ملکي کس وژل شوى او درې نور ټپيان دي.
د صالح په خبره چې تېره شپه په مرکز پل علم کې هم د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.
هغه زياتوي چې په دې جګړه کې د ملا مجيب په نوم د وسله والو طالبانو يو سرګروپ وژل شوى دى.
ده وويل، د همدې جګړې پرمهال د طالبانو څلور ميله وسلې، يوه اندازه چاودېدونکي توکي او نور مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
صالح زياته کړه چې په جګړو کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
خو بل لورته وسله وال طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وويل چې په ازره کې وسله والو طالبانو ته تېره شپه هېڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
هغه وايي چې د فتح خېلو سيمې په جګړه کې پاڅون کوونکو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP