Language

په کندوز کې ١٢ طالبان او يو امنيتي سرتېرى وژل شوي

کابل (پژواک ٣١ وږى ٩٦): د کندوز مسوولين وايي، په دشت ارچي ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو د طالبانو د بريد په پايله کې ٢٩ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندوز د ملي امنيت رييس بريد جنرال سيد اميرشاه سادات، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د طالبانو دغه بريد نن سهار کابو درې بجې د دشت ارچي په ګل بلاک او تخته سيمو کې پيل او تر غرمې پورې يې دوام وکړ.

ده زياته کړه، په دې نښته کې د يوه سرګروپ په ګډون ١٢ طالبان وژل شوي او ١٧ نور ټپيان دي. دغه راز يو امنيتي سرتېرى وژل شوى او درې نور ژوبل دي.

د هغه په وينا، د وسله والو نهه جسدونه اوس هم د جګړې په ډګر کې پاتې دي، همداراز د دوى څلور پيکاوې، درې کلاشينکوفونه او يو زرهي ټانک نيول شوي او يو بل ټانک يې سوځېدلى دى.

وسله والو طالبانو بيا په دې اړه څه نه دي ويلي.