Language

فراه کې يو سوداګر پر خپل شخصي لګښت ٥٥٠ متره سړک پخوي

فراه (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ٩٦): يوه فراهي سوداګر د فراه ښار په لومړۍ ناحيه کې د پنځه ميليونه افغانيو په لګښت شاوخوا ٥٥٠ متره سړک پخوي.

دغه دوه سړکونه چې ټوليز مساحت يې ٣٦٠ متره مربع کېږي، د فراه ښار لومړۍ ناحيه کې موقعيت لري.

د دغو سړکونو پخولو کار نن د محمد شاه په نوم د يوه سوداګر په مالي مرسته د اميد ودانيز شرکت له لوري پيل شو.

محمد شاه فراهي د دغه واټ د پخولو د پيل پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې د وطن ابادول او خلکو ته خدمت يې شعار دى.

هغه وويل، په پام کې لري چې په راتلونکي کې د فراه ښار يو بل واټ هم پوخ کړي.

د فراه ښاروال عبدالرحيم اسحاقزي د يادو دوو سړکونو د پخولو د پيل پر مهال د محمد شاه د نېک احساس او همکارۍ ستاينه وکړه او له نورو سوداګرو يې هم وغوښتل چې د فراه په ابادۍ کې ونډه واخلي.

login or register a new account.