غزني ښار (پژواک، ٢١ لړم ٩٦): د غزني د ولایتي شورا منشي حسن رضا يوسفي وايي چې د شورا ډېری غړي له مياشتو مياشتو راهيسې دندې نه دي راغلي.
هغه زياتوي چې د ولايتي شورا غړي خپل مسووليتونه په سمه توګه نه ترسره کوي.
دغه راز د دغه ولايت اوسېدونکي هم نيوکه کوي چې په ورځو ورځو دوى ته منتظر وي، څو خپلې ستونزې د ولايتي شورا له غړو سره شريکې کړي.
د غزني د ولایتي شورا منشي حسن رضا پژواک خبري اژانس ته وويل چې د شورا نيمايي غړي خپلو دندو ته نه راځي.
د يادونې ده، د غزني ولايتي شورا ۱۹ غړي لري.
د ولايتي شورا منشري وايي، دا کسان د يو شمېر زورواکو او سیاسي ډلو له لوري ملاتړ کېږي؛ نو ځکه د خپلو دندو په کیسه کې هم نه دي او کوم مسوولیت چې د خلکو پر وړاندې لري، نه يې ادا کوي.
يوسفي وايي: ((داسې وکیلان هم لرو چې له تېرو څو مياشتو راهيسې دندې ته نه دي راغلي، خپل معاش هم ځان ته نه حلالوي.))
د هغه په وينا، دغه وکیلان باید خپلې دندې وپېژني او د قانون له مخې خپلو دندو ته راشي او کومه لوړه يې چې په لومړۍ ورځ کړې، پرې عمل وکړي.
يوسف وويل چې خلک له ولایتي شورا نا هیلې شوي او پر خپلو وکيلانو يې باور هم له لاسه ورکړى دى؛ ځکه چې دوى د خپلو خلکو هېڅ خدمت نه دى کړى.
د دغه ولايت يو اوسېدونکى رسول خان چې ولايتي شورا ته د تذکرې د تاييد پاڼې لاسلیک لپاره راغلی، وايي چې له څلورو ورځو راهيسې دلته راځي، انتظار باسي، خو څوک يې کار نه کوي.
هغه زياته کړه: ((ځيني وکيلان لس بجې راځي، خو هغوى وايي چې ستاسو د سيمې وکيل بايد دا تاييد کړي.))
د غزني ښار اوسېدونکی محمد کاظم رسولي وايي، له کومې ورځې راهيسې چې ولايتي شورا جوړه شوې، له هغې ورځې د شورا غړي پوره نه دي راغلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP