پل علم (پژواک، ٢٢ لړم ٩٦): د لوګر د ازرې ولسوالۍ قومي مشرانو په غرونو کې د ونو پر وهلو پنځوس زره افغانۍ نغدي جريمه کېښوده.
دغه پرېکړه پرون د دې ولسوالۍ د څلورو لويو قومونو اکبرخېلو، موسى خېلو او ... په غونډه کې وشوه.
د يادې غونډې مشر او د لوګر ولايتي شورا غړي عبدالولي وکيل د لړم په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو څو کلونو کې په بې رحمانه ډول د دې ولسوالۍ د غرونو ونې د يو شمېر کسانو له خوا وهل شوې دي.
د ده په وينا، د يادو څلورو قومونو شورا پرېکړه وکړه چې له دې وروسته هېڅوک نه شي کولاى د غرونو ونې ووهي.
هغه زياته کړه: ((که څوک له دې پرېکړې سرغړونه وکړي، نو پنځوس زره افغانۍ، شل منه وريجي او يو پسه به جريمه شي او هم به د مجرم په توګه حکومت ته معرفي شي.))
د وکيل د معلوماتو له مخې، د ازرې ولسوالۍ ٩٠ سلنه غرونه د جلغوزو، نښترو، څېړۍ، اوبختو او منځو ونو پوښلي دي.
دغه راز بل قومي مشر حاجي خاټول پژواک ته وويل چې د يو شمېر قاچاقبرو له لوري دلته ونې په ډېرې بې رحمۍ سره پرې کېدې.
هغه وايي: ((په داسې ارو به يې ونې اره کولې چې بيا بېرته په هېڅ صورت نه شنې کېدې.))
ده هم وويل چې ياده پرېکړه دوى د خلکو په خوښه کړې او ټولو ورسره منلې هم ده.
د اړوندې موضوع په اړه د ازرې ولسوال حميدالله حميد پژواک ته وويل چې خلکو ډېره ښه او پر ځاى پرېکړه کړې ده.
ده وويل: ((موږ د خلکو د دغه کار په بدل کې په درې سوه هکتاره ځمکه کې د جلغوزو د ونو کرلو پروژه منظوره کړې ده.))
هغه وايي چې د خلکو قومي شورا به دوى ته ځمکې په نښه کوي او دوى به په کې د جلغوزو ونې کينوي، څو د خلکو اقتصاد ورسره ښه شي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP