Language

لوګر کې يو ښوونکى ووژل شو

پل علم (پژواک،۲۳لړم۹۶): د لوګر  په مرکز کې ناپېژانده وسله والو يو ښوونکى پر  ډزو وژلى دى.

د لوګر د پوهنې رياست وياند محمد شاپور عرب د لړم په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېرماښام ناپېژانده وسله والو د مرکز اړوند د کماخېلو لېسې ښوونکى اسدالله پر  ډزو وژلى دى.

هغه وايي: (( استاد له جومات نه کورته راون و چې ډزې پرې شوي او وژل شوى دى.))

د هغه د معلوماتو له مخې، نوموړي استاد ٦٣ کاله عمر درلود او له تېرو ١٨ کلونو راهيسې تدريس کاوه.

عرب  وایي چې هغه د لوګر په محمدي دارالعلوم کې د دیني علومو په څانګه کې نیمه لوړې زده کړې کړې وې او د دیني علومو استاد و.

ده وويل چې د پېښې په تور څوک نه دي نيول شوي خو په اړه يې پلټنې روانې دي.

 د اړوندې موضوع په اړه د کمالخېلو يوه اوسېدونکي الیاس پژواک ته وویل چې اسدالله په کلي کې له چا سره دښمني نه درلوه او دا هم نه ده څرګنده چې پېښه  څه ډول رامنځته شوې ده.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي د ښوونکي وژل کېدل تايید کړل او ويې ويل چې د پېښې په تړاو څېړنې پيل شوې دي.

 د یادونې ده چې سږکال په دې ولایت کې څلور ښوونکي او شپږ زده کونکي تر اوسه وژل شوي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.