Language

په فراه کې د نښتو له امله درنه مرګ ژوبله رامنځ ته شوې

فراه(پژواک،٢٣لړم٩٦): د فراه په بالابلوک ولسوالۍ او د دغه ولايت په مرکز کې تېره شپه د جګړې دواړو لوريو ته پر درنې مرګ ژوبلې اوښتو سربېره، درې ولسي کسان هم وژل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت وياند تورن جنرال دولت وزيري وويل چې تېره شپه د دولت د وسله والو مخالفينو يوې ډلې د بالابلوک ولسوالۍ په شيوان او د دغه ولايت د مرکز په خطيوان سيمو کې د ملي اردو پر پوستو بريدونه وکړل چې د دولتي ځواکونو د مقاومت په پايله کې وسله والو مخالفينو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هغه په وينا، د دولتي ځواکونو د مقاومت په پايله کې په خطيوان سيمه کې ٢٠وسله وال مخالفين وژل شوي او ٢١نور ټپيان دي او په شيوان کې هم وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

وزيري ويلي چې په دې نښته کې اته دولتي سرتېري وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

خو د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند اقبال باهر وويل چې تېره نيمه شپه د دغه ولايت د بالابلوک ولسوالۍ په شيوان او کال کلا سيمه کې پر امنيتي پوستو د وسله والو طالبانو په بريد کې د ملي اردو پنځه سرتېري وژل شوي دي.

خو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي چې په دغه بريد کې د ملي اردو ١١سرتېري وژل شوي او پوسته د طالبانو له خوا نيول شوې ده.

په ورته وخت کې د فراه ولايت د مرکز روکن کلي اوسېدونکي نصير احمد پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دوى د خپلوانو په کور کې د هاوان مرمۍ لګېدلې چې له امله يې يوه مور او دوه ماشومان وژل شوي دي.

د يادونې ده چې نن د روکن کلي يوشمېر اوسېدونکو د ياد شوو درې تنو جنازې د فراه ښار ته راوړې وې او لاريون يې وکړ.

د والي وياند ناصر مهري وويل چې دغه درې تنه د هغه ډيسي توپ د مرمۍ له امله وژل شوي چې د ملي اردو ځواکونو د مخالفينو پر لور توغولې وه.

نوموړي چې نن غرمه يې خبرې کولې وويل چې لاريون کوونکي د فراه له والي سره د خبرو په حال کې دي او د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې د مخنيوي پر څرنګوالي خبرې روانې دي.

login or register a new account.