خوست ښار (پژوک، ۲۷ لړم ۹۶): د خوست دولتي چارواکو، قومي مشرانو او مدني فعالانو د يوې غونډې پرمهال په اوسنيو حالاتو کې د لويې عنعنوي جرګې راغوښتلو سره مخالفت څرګند کړ.
هغوی غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل، چې په اوسنيو حالاتو کې د لويې عنعنوي جرګې راغوښتل د افغانستان د اساسي قانون او نورو نافده قوانينو خلاف کار دی او د زيان پرته نور هيڅ هم له ځان سره نه لري.
د خوست والي حکم خان حبيبي غونډې ته وويل، يو شمېر سياسې ډلې تپلې د خپلو شخصي موخو لپاره په دې هڅه کې دي، چې د افغانستان په موجوده نازکو حالاتو کې لويه عنعنوي جرګه راوبولي، خو هغوی به په دې کار بريالي نه شي.
هغه وايي: ((زما هيله د سياسيونو نه داده، چې د خپلو سياسي ګټو په خاطر دې نه نظام ننګوي، نه دې دا ولس په سرو لمبو کې سوځوي، نه دې خرج مرج جوړي، نه دا کار کولی شي او په هيڅ صورت چاته اجازه نه ورکوو، چې دا کار وکړي)).
د افغانستان د اجرائيه رياست سلاکار دواد شاه مکين زوی دغې غونډې ته په خبرو کې وويل، چې په تېرو کلونو کې کومې لويې مشورتي جرګې چې جوړې شوې، هغه ډول موثرې نه دي ثابتې شوي، لکه څه ډول چې لازمه و.
هغه زياتوي: ((په لويه جرګه باندې زموږ مشکل نه حل کيږي، ځکه په اساسي قانون کې ذکر شوي دي، چې لويې جرګې ته کوم کسان تللی شي او د رايې حق لري. موږ د اساسي قانون نه خلاف هيچاته دا اجازه نه ورکوو، چې زموږ په ملي مسايلو کې بې ځايه مداخله وکړي)).
د حيدرګل منګل په نوم د خوست يو تن قومي مشر هم يادې شوې غونډې ته وويل، هغه مخالفې سياسي ډلې چې د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره د لويې جرګې د رابللو غوښتنه کوي، په حقيقت کې د افغان ولس پروړاندې دريږي، چې دوی دې کار ته اجازه ورنه کړي.
دی وايي: ((موږ د کور نه تر ولسوالۍ او د ولسوالۍ نه تر ولايت پورې په ډاډه زړه نه شو تللی. نو په دې حساسو شرايطو کې د لويې جرګې رابلل په خپله ددغه ولس او مشرانو سره ظلم دی)).
د غونډې ګډونوالو همدا ډول د پاکستان د پوځ له لوري پر کنړ ولايت توغنديز بريدونه هم وغندل او د هغوی دا کار يې د ټولو نړيوالو اصولو خلاف وباله. دوی له افغان دولت نه غوښتنه وکړه، چې پاکستان ته بالمثل ځواب ورکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن