ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرکټ بورډ د شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو لپاره پنځې لوبډلې اعلان کړې | بدخشان کې د «مخمل خیال» په نوم هنري نندارتون جوړ شو |  لوګر کې د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه شوه | د حج وزارت: زیارتي شرکتونه دې د عمرې حج لګښت کې کموالی راولي | غزني کې د مور له شیدو د تغذیې نړۍواله اونۍ ونمانځل شوه | د هلمند په ګرشک کې یوه ځوان ۳۰۰ ماشومانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره کړې ده | غزني کې د ادبي او فرهنګي فعالیتونو کمرنګه کېدو یو شمېر فرهنګیان اندېښمن کړي | پلخمري کې یوې پېغلې د یوه رسټورانټ په جوړولو لسو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده | مهترلام ښار کې د سل میلیون افغانیو په لګښت بېلابېلې رغنیزې پروژې پلې کېږي | فراه کې په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې ۲۷۰۰ ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي
د خوست له نشه يي توکو سره د مبارزې رياست ته نوې ودانۍ جوړېږي

د خوست له نشه يي توکو سره د مبارزې رياست ته نوې ودانۍ جوړېږي

author avatar
23 Nov 2017 - 14:23
د خوست له نشه يي توکو سره د مبارزې رياست ته نوې ودانۍ جوړېږي
author avatar
23 Nov 2017 - 14:23

خوست ښار (پژواک، ۲ ليندۍ ۹۶): په خوست کې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې رياست لپاره نوې ودانۍ جوړېږي. ولايتي چارواکي وايي چې د دې ودانۍ په جوړېدو سره به يې د اړوند رياست لپاره ښه کاري زمينه برابره شي.

د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې رياست لپاره دغه ودانۍ د خوست ښار لوېديځ لور ته په اداري کمپلېکس کې جوړيږي، چېرې چې ولايت مقام او د خوست نورې ملکي ادارې موجودې دي.

د خوست والي حکم خان حبيبي د يادې ودانۍ د بنسټ ډبرې اېښودو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، دا ودانۍ چې په دوو پوړونو کې په اساسي او مجهز ډول جوړېږي، چارې به يې په يو کال کې بشپړې شي.

والي حبيبي زياته کړه چې پر دې ودانۍ باندې ۱۴،۴ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې د اړوند وزارت له خوا ورکول کېږي.

هغه وويل: ((د دې ودانۍ په جوړېدو سره به زموږ اړوند رياست لپاره يوه ښه کاري زمينه برابره شي او باور لرم چې د دوی د خدماتو په عرضه کولو کې به پرمختګ رامنځته شي. موږ کوښښ کړی دی چې تر هر څه د مخه د خپلو اداري کار کوونکو لپاره يو مناسب چاپېريال رامنځته کړو.))

په همدې حال کې د خوست د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې رييس نجي الله همدرد پژواک اژانس ته وويل چې د اوس لپاره دوی خپلې اداري چارې په يوه بله ودانۍ کې ترسره کوي، خو د دې ودانۍ په جوړېدو سره به د هغوی اداري ستونزې حل شي.

هغه زياتوي: ((د غونډو هال به ولرو؛ ځکه موږ غواړو چې په راتلونکي کې له اړونده امنيتي ارګانونو سره چې د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه د هغوی په لومړيتوبونو کې ده، د هغوی سره به منظمې ناستې کوو چې د دې ودانۍ په جوړېدو سره به زموږ دا ستونزې حل شي.))

نجي الله همدرد زياته کړه چې که څه هم په دغه ولايت کې د روږدو کسانو کره شمېر نه دی معلوم، خو په دې برخه کې د هغوی خدمات ګړندي شوي او د معتادينو شل بستريز روغتون يې اويا بسترو ته پورته کړی دی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.