تالقان (پژواک، ٢ ليندۍ ٩٦): د تخار امنيتي چارواکي وايي چې له تېر مازدیګر راهیسې په چاه اب او خواجه بهاالدین ولسوالیو کې دوو ښځو ځان وژنه کړې ده.
د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونیار عبدالخلیل اسیر د ليندۍ په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ د لاله ګذر سیمې اوسېدونکې مليحې ځان وژنه کړې ده.
هغه وايي: ((مليحې کوژده کړې وه خو واده يې تر اوسه نه و شوی، پرون مازديګر يې ځان وژلى دى.))
دغه راز هغه وويل چې د چاه اب ولسوالۍ په ایزدنه سیمه کې هم یوې ۲۴ کلنې ښځې ځان وژنه کړې ده.
دى وايي چې دغې ښځې دوه ماشومان هم درلودل.
ده وويل: ((د دې دواړو ښځو د موږکانو دوا خوړلې ده او ځانونه يې وژلي دي.))
اسير زياتوي چې دغه پېښې د کورني تاوتريخوالي له امله رامنځته شوي او په تور يې د دواړو ښځو مېړونه نيول شوي دي.
په ورته وخت کې بیا د تخار د ښځو چارو رییسې رزم ارا حواش پژواک ته وویل چې د دغو مېرمنو د وژل کېدو او یا هم ځان وژنې په اړه څه نه شي ویلی؛ ځکه پېښې تر څېړنې لاندې دي.
د تخار د ښځو چارو رياست د معلوماتو له مخې، په روان کال کې په دغه ولايت کې تر لسو ډېرو ښځو د کورني تاوتريخوالي له امله ځانونه وژلي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن