خوست ښار (پژواک، ۴ ليندۍ ۹۶): په خوست کې د منګلو او مقبلو قبیلو تر منځ د ځمکې او غره د ملکيت پر سر په وسله واله شخړه کې دوه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
د دغو دوو قبیلو تر منځ ياده وسله واله شخړه چې له درنو وسلو څخه په کې کار اخيستل کېږي، د تېرې پنجشنبې په ورځ پيل شوې او لا هم په يوه او بل د توغنديو، راکېټ او هاوان بريدونه دوام لري.
د خوست د والي وياند مبارزمحمد ځدراڼ د ليندۍ په ٤مه پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل، خو زياته يې کړه چې جګړه اوس درېدلې ده.
په ورته وخت کې د منګلو يو قومي مشر فلک خان پژواک اژانس ته وويل چې د تېرې شپې په بريدونو کې د دوی دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
په همدې ترڅ کې يوې دولتي سرچينې د نوم نه ښودو په شرط پژواک اژانس ته وويل چې د مقبلو د قبيلې درې کسان ټپيان شوي دي.
ويل کېږي چې د مقبلو لوري ته يوه ديني مدرسه او يو شمېر کورونه هم په توغنديو لګېدلي او نړېدلي دي.
د منګلو او مقبلو دا وسله واله شخړه د موسی خېلو او نادرشاه کوټ ولسواليو تر منځ د بازي په نوم د غره او ځمکې د ملکيت پر سر له ډېر پخوا راهيسې پيل شوې او لا يې هم د هواري لاره نه ده موندل شوې.
د دې ستونزې د هواري لپاره څه موده وړاندې له کابل نه خوست ولايت ته ۸۳ کسيز پلاوی هم راغلی و، خو ظاهراً د مسئلې له حل پرته کابل ته ستون شوی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن