Language

جنرال نيکلسن: د افغانستان راتلوونکې ټاکنې به په بشپړ امنيت کې ترسره شي

کندوز ښار (پژواک،٦ليندۍ٩٦): د غوڅ ملاتړ ماموريت عمومي قوماندان وايي چې د افغانستان راتلوونکې ټاکنې به په بشپړ امنيت کې ترسره شي.

نوموړي دغه څرګندونې نن له غرمې وروسته د کندوز ولايت په مرکز کې د هغې خبري غونډې په ترڅ کې وکړې چې د کورنيو چارو سرپرست وزير ويس احمد برمک، د ملي امنيت عمومي رييس محمد معصوم ستانکزي، لوى درستيز شريف يفتلي او د کندوز يو شمېر دولتي چارواکو ګډون درلود.

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموريت عمومي قوماندان جنرال جان نيکلسن وويل چې د پخوا په څېر دوى له افغان ځواکونو څخه خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي.

هغه وويل چې د افغانستان راتلوونکې ټاکنې به په بشپړ امنيت کې ترسره شي.

جنرال نيکلسن زياته کړه چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر پاکستان هم فشار راوړى ترڅو د ترهګرو له ملاتړ څخه لاس واخلي.

نوموړي زياته کړه: (( زه د کندوز له خلکو څخه بښنه غواړم چې د بهرنيو ځواکونو په بمبار  کې ملکي خلک وژل شوي وو.))

هغه دا هم وويل چې وسله وال طالبان هيڅ مهال نه شي کولى  له پوځي لارې واک ته ورسيږي، نو ښه ده چې د سولې لار غوره کړي.

دغه راز په دې غونډه کې د کورنيو چارو سرپرست وزير ويس احمد برمک وويل، هره ډله چې غواړي د افغان ځواکونو پر وړاندې جګړه وکړي، دوى يې پر وړاندې جګړه کوي.

برمک وويل: (( موږ پلان لرو چې د ژمي په موسم کې په وار وار په ټول هېواد کې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې عمليات ترسره کړو.))

همدارنګه د کندوز د ولايتي شورا رييس محمد يوسف ايوبي وويل چې په دې ولايت کې امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ دى.

ده  زياته کړه: (( هغه ساحې چې له طالبانو سره دي، هر ورځ پراختيا پيدا کوي او نوې ساحې نيسي.))

ايوبي هم ټينګار وکړ چې په دې ولايت کې بايد د وسله والو طالبانو پر وړاندې پراخ چاڼيز عمليات ترسره شي.

login or register a new account.